دوشنبه , اپریل 23 2018
کور / خبرونه / افغانستان / د سولي لپاره پر طالبانو نظامي او ډيپلوماتیک فشارونه زیاتوو – کندهار ورځپاڼه

د سولي لپاره پر طالبانو نظامي او ډيپلوماتیک فشارونه زیاتوو – کندهار ورځپاڼه







په افغانستان کي د امریکايي ځواکونو عمومي قوماندان جنرال جان نیکلسن وايي، چي اوس طالبان هم سوله غواړي، خو د حتمي کېدو لپاره پر هغوئ نظامي او ډيپلوماتيک فشارونه زیاتوو.
هغه د هیواد د ملي امنیت د رئيس معصوم ستانګزي، کورنيو چارو وزیر ویس احمد برمک او د پنځو هیوادونو امریکا، کاناډا، هند، ډنمارک او اسټرالیا له سفيرانو سره کندهار ته راغلی وو
جان نیکلسن وویل، وسله والو طالبانو ته د حکومت هغه وړاندیزونه فرصت دی، چي د سولي په برخه کي يې د هغوئ د غوښتونو د منلو لپاره کړي.
دده په خبره اوس طالبان هم سولي ته د هرکلي په حال کي دي، خو له دې سره – سره پر هغوئ نظامي او ډيپلوماتیکو فشارونو ته ادامه ورکوي : ( له ډيپلوماتيکو فشارونو مو هدف دادی، چي پر پاکستان حتمي کړو، چي وسله وال طالبان سولي ته چمتو کړي.)
جنرال جان نیکلسن د کندهار د ديني عالمانو او اوسېدونکو هغه غوښتنه ومنل، چي د سولي هڅي باید له کندهار څخه پيل سي، ځکه د طالبانو زیاتره لوړپوړي مسولین له همدې ولایت څخه دي.
په غونډه کي د ملي امنیت عمومي رئیس معصوم ستانګزي او د کورنیو چازو وزیر وېس احمد برمک وویل، چي د سولي له پروسې سره د وسله والو د یو ځای کېدو لپاره پر هغوی د افغان ځواکونو فشارونه ډېر سوي او دوی هڅه کوي، چي په جنوبي سیمو کي هم د افغان امنیتي سرتيرو په خاص ډول د پوليسو اړتیاوي پوره کړي، تر څو وسله وال د سولي له پروسې سره يو ځای سي.
د کندهار ولایتي چارواکي وايي چی کندهار ته د نړيوالو ځواکونو د عمومي قومندان، ملي امنیت د عمومي رئیس، کورنیو چارو وزیر او نورو دیپلوماتانو د سفر موخه د امنیتي حالت جاج اخیستل وه او دوی ورسره خپلي غوښتني هم په بېلا-بيلو برخو کي شريکي کړې .







Source link

خپرندوی: خبرخونه

د افغان ويبپاڼې رضا کاره ډلې پرمټ د يوې انلاين خبر خونې په بڼه له بېلابېلو ولايتونو څخه خبرونه او معلومات خپريږي. تاسو هم کولی شئ، چې په کې برخه واخلئ، خبرونه او بېلابېل معلومات خپاره کړئ؛خو له غړيتوب وړاندې د ويبپاڼې تګلاره ولولئ.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *