دوشنبه , اپریل 23 2018
کور / خبرونه / افغانستان / طالبانو په ټاکنو کې د ګډون بلنه رد کړه

طالبانو په ټاکنو کې د ګډون بلنه رد کړه


طالبانو په یوه اعلامیه کې د ولسي جرګې او ولسوالیو د شوراګانو په ټاکنو کې دغې ډلې ته د افغانستان د جمهور رئيس محمد اشرف غني له خوا د ګډون بلنه نه ده منلې او له خلکو یې هم غوښتي، چې د ټاکنو په بهیر کې دې برخه وانخلي.

طالبانو یو ویاند قاري محمد یوسف احمدي، په ټاکنو د نه ګډون علت په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو شتون ګڼلی او ویلي دي، چې د دغې ډلې لومړیتوب په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو حضور چې د طالبانو دغه ویاند ” اشغال” بللی پای ته رسول دي.

طالبانو په دې اعلامیه کې ویلي ” موږ ولیدل چې په تیرو ټاکنو کې خلک د ټولټاکنو په نوم تیر ایستل شول اما نهایي پریکړه بیا هم د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کیري وکړه او د ملي وحدت په نوم حکومت د امریکا په سفارت کې د امریکایي چارواکو لخوا جوړ او اعلان شو”.

دغه راز د طالبانو په اعلامیه کې ویل شوي، چې له راتلونکو ټاکنو څخه هم له دې پرته بله هیڅ توقع نشي کیدلې.

طالبانو له خلکو غوښتي، چې په ټاکنو کې د ګډون پرځای د ټاکنو له بهیر سره مقاطعه وکړي.

جمهور رئیس محمد اشرف غني د شنبې په ورځ په افغانستان کې د ولسي جرګې او ولسوالیو د شوراګانو د ټاکنو لپاره د رایې ورکوونکو د نوملړ د برابرولو د نوم لیکنې د بهیر د پیل په ورځ له وسله والو طالبانو وغوښتل چې که په ولس کې ملاتړ لري، نو په راروانو ټاکنو کې دې برخه واخلي.

جمهور رئیس غني وویل ” که دوی (طالبان) په دې باور دي، چې افغان اولس کې ریښه لري، نو دا ټاکنې یې موقع ده.”

د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمیسیون د شنبې په ورځ د ۳۴ ولایتونو په مرکزونو کې د رایې ورکوونکو د نوم لیکنې بهیر پیل کړ، چې د غوایي د میاشتې تر ۲۲ مې ورځې به دوام ومومي او بیا به دا بهیر د ولایتونو له مرکزونو ولسوالیو ته وغځول شي.

د ټاکنو خپلواک کمیسیون د تلې ۲۸ مه ورځ په افغانستان کې د ولسي جرګې او ولسوالیو د شوراګانو د ټاکنو لپاره غوره کړې ده.


Source link

خپرندوی: خبرخونه

د افغان ويبپاڼې رضا کاره ډلې پرمټ د يوې انلاين خبر خونې په بڼه له بېلابېلو ولايتونو څخه خبرونه او معلومات خپريږي. تاسو هم کولی شئ، چې په کې برخه واخلئ، خبرونه او بېلابېل معلومات خپاره کړئ؛خو له غړيتوب وړاندې د ويبپاڼې تګلاره ولولئ.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *