دوشنبه , اپریل 23 2018
کور / خبرونه / افغانستان / فراه ښار کې درنه بمباري ۴۴ وسله والو ته مرګ ژوبله اړولې – خامه پرس پښتو

فراه ښار کې درنه بمباري ۴۴ وسله والو ته مرګ ژوبله اړولې – خامه پرس پښتو

نوشته شده توسط khaama – Mon Apr 16 2018, 10:02 am

د فراه ښار په څنډو کې د افغان پوځ او بهرنیو ځواکونو د هوایي بریدونو په ترڅ کې لږ تر لږه ۳۷ تنه وسله وال وژل شوي.

په لویدیځ کې د ۲۰۷ ظفر قول اردو وایي، ګڼ شمېر وسله والو وړمه شپه ناوخته د ښار په څنډو کې ملي پولیسو پر پوستو بریدونه پیل کړل چې د سهار تر ۶ بجې دوام درلود.

سرچینه زیاتوي، چې د برید په ځوا کې افغان او بهرنیو ځواکونو هوایي بریدونه پیل کړل چې په ترڅ کې ۳۷ تنه وسله وال ووژل شول او ۷ نور ټپیان شوي.

د ظفر قول اردو په وینا، په وژل شویو کې د وسله والو د ۴۰ کسیزې ډلې مشر ملا ابراهیم، د ۳۰ کسیزې ډلې مشر حافظ نیاز محمد، د ۲۰ کسیزې ډلې مشر حاجي بصیر، او د ۱۰ کسیزې ډلې مشر صالح محد هم شامل دي.

د نښتې په ترڅ کې د ملي پولیسو یوه سرتېري هم شهید شوی او دوه نور ټپیان دي.

د یو بل خبر له مخې، د فراه لایت د بالا بلوک ولسوالی په مربوطاتو کې د نښتې په ترڅ کې د طالبانو دوه ډلمشران ملا عبدالقیوم او حسام الدین وژل شوي.

د ظفر قول اردو په وینا، په دغه نښته کې لږ تر لږه درې تنه وسله وال ټپیان هم شوي دي.

خامه پرس پښتو | د افغانستان خبري آژانس را دنبال کنید با تویتر, فسبک. و آر اس اس


Source link

خپرندوی: خبرخونه

د افغان ويبپاڼې رضا کاره ډلې پرمټ د يوې انلاين خبر خونې په بڼه له بېلابېلو ولايتونو څخه خبرونه او معلومات خپريږي. تاسو هم کولی شئ، چې په کې برخه واخلئ، خبرونه او بېلابېل معلومات خپاره کړئ؛خو له غړيتوب وړاندې د ويبپاڼې تګلاره ولولئ.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *