دوشنبه , اپریل 23 2018
کور / خبرونه / افغانستان / له پاکستاني پوځیانو سره د نښتې په اړه د دفاع وزارت وروستي راپور – خامه پرس پښتو

له پاکستاني پوځیانو سره د نښتې په اړه د دفاع وزارت وروستي راپور – خامه پرس پښتو

نوشته شده توسط khaama – Mon Apr 16 2018, 11:48 am

د افغانستان د ملي دفاع وزارت چاراکو ډیورنډ کرښې ته څېرمه د خوست په ځاځي میدان ولسوالی کې له پاکستاني پوځیانو سره د نښتې په اړه وروستي راپور وړاندې کړل.

د دفاع وزارت ویاند جنرال محمد رادمنش ادعا کوي، چې د خوست ولایت په ځاځي میدان ولسوالۍ کې د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو او پاکستاني سرتېرو ترمنځ نښته شوې، چې په ترڅ کې یې ۱۴ پاکستاني سرتېري وژل شوي.

نوموړی زیاته کړه، چې د نښتې په ترڅ کې ۱۷  تنه پاکستان سرتېر ټپيان شوي او یو بل یې ژوندی نیول شوی دی.

په همدې حال کې د پاکستان پوځ ادعا کوي چې له افغان خاورې څخه د ډزو په پایله کې د پوځ اړوند د ملېشو ځواکونو دوه سرتېري وژل شوي او پنځه نور ټپیان دي.

په یوه خبرپاڼه کې راغلي دي، چې د پوځ اړوند ملیشې ځواکونه وروسته له هغه تر برید لاندې راغلل کله چې دوی کرښې ته څېرمه په ګزمو بوخت وو.

خبرپاڼه زیاتوي، چې پاکستاني ملیشې په سیمه کې موجودو امنیتي خلاوو د ارزونې او د کټارو لګولو د کار د پیل په موخه سیمې ته تللي وو چې تر برید لاندې راغلل.

پاکستان پوځ د تیرې ورځې د نښتې په غبرګون کې ویلي، چې پاکستان پوځ د افغان ملکي وګړو تلفاتو د مخنیوي په موخه له زغم څخه کار واخلي.

خامه پرس پښتو | د افغانستان خبري آژانس را دنبال کنید با تویتر, فسبک. و آر اس اس


Source link

خپرندوی: خبرخونه

د افغان ويبپاڼې رضا کاره ډلې پرمټ د يوې انلاين خبر خونې په بڼه له بېلابېلو ولايتونو څخه خبرونه او معلومات خپريږي. تاسو هم کولی شئ، چې په کې برخه واخلئ، خبرونه او بېلابېل معلومات خپاره کړئ؛خو له غړيتوب وړاندې د ويبپاڼې تګلاره ولولئ.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *