دوشنبه , اپریل 23 2018
کور / خبرونه / افغانستان / ننګرهار کې د داعش پر یوه پټنځای د امریکایي ځواکونو هوایي برید – خامه پرس پښتو

ننګرهار کې د داعش پر یوه پټنځای د امریکایي ځواکونو هوایي برید – خامه پرس پښتو

نوشته شده توسط khaama – Mon Apr 16 2018, 9:21 am

د ننګرهار ولایت د نازیانو ولسوالی په مربوطاتو کې د امریکایي ځواکونو د هوایي برید په ترڅ کې د اسلامي دولت نومې ډلې یو تن غړی وژل شوی.

په ختېځ کې د ۲۰۱ سیلاب قول اردو وایي، د ننګرهار ولايت نازيانو ولسوالۍ باره خيلو سيمه کې تېره ورځ د بې پيلوټه الوتکې په هوايي بريد کې يو داعش وسله وال ووژل شو.

دغه راز په ورته وخت کې د دې ولايت بټي کوټ، سره رود او کامې ولسواليو مربوطاتو کې پولیسو د ګزمې پر مهال درې حلقې د وسايطو ضد خود سازه ماينونه کشف او لمنځه یوړل.

دا په داسې حال کې ده چې د داعشیانو پر وړاندې چاڼيز عملیات او هوایي بریدونه د ننګرهار ولایت او د هېواد په نورو سیمو کې دوام لري.

سیلاب قول اردو د شنبې په ورځ هم وویل، چې په افغانستان کې میشت امریکایي ځواکونو پرون د خوږیاڼي ولسوالی په مربوطاتو کې د داعشیانو پر مواضعو هوایي بریدونه ترسره کړل.

سرچينه زیاتوي، چې د داعشیانو پر وړاندې تازه هوایي بریدونه  بې پیلوټه الوتکو په وسیله د خوږیاڼي اړوند په زاوې سیمه کې ترسره شوي او په ترڅ کې شپږد تنه داعشیان وژل شوي دي.

خامه پرس پښتو | د افغانستان خبري آژانس را دنبال کنید با تویتر, فسبک. و آر اس اس


Source link

خپرندوی: خبرخونه

د افغان ويبپاڼې رضا کاره ډلې پرمټ د يوې انلاين خبر خونې په بڼه له بېلابېلو ولايتونو څخه خبرونه او معلومات خپريږي. تاسو هم کولی شئ، چې په کې برخه واخلئ، خبرونه او بېلابېل معلومات خپاره کړئ؛خو له غړيتوب وړاندې د ويبپاڼې تګلاره ولولئ.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *