دوشنبه , اپریل 23 2018
کور / خبرونه / افغانستان / ننګرهار کې د یو ماشوم د اختطاف او قتل په تړاو یو تن نیول شوی – خامه پرس پښتو

ننګرهار کې د یو ماشوم د اختطاف او قتل په تړاو یو تن نیول شوی – خامه پرس پښتو

نوشته شده توسط khaama – Mon Apr 16 2018, 8:08 am

په ننګرهار ولایت کې د یو ماشوم د اختطاف او قتل په تړاو یو تن د ملي امنیت ریاست د موظفینو له خوا نیول شوی.

د ننګرهار ولایت مقام په یوه بیان کې لیکلي، چې ننګرهار ولايت مرکز جلال اباد ښار څلورمه ناحيه کې د جليل په نوم هغه انسان تښتونکی ونيول شو، چې تېر کال يې يو ماشوم تر ترښتولو وروسته شهيد کړی و.

خبرپاڼه زیاتوي، چې دغه تن دخان زمان مشهور په حاجي بابا تر مشرۍ لاندې د انسان تښتوونکو ۱۱ کسیزې ډلې سره يو ځای فعاليت کوه، چې د يادې قضيې په تړاو يولس کسه تېر کال نيول شوي او د قانون منګولو ته سپارل شوي دي؛ خو جليل، چې فرار کړی و او د ملي امنيت تر تعقيب لاندې و تېره ورځ ونيول شو.

د ولایت مقم په وینا، ياد تن د خپلو نورو ملګرو په مرسته د نقيب الله په نوم يو ماشوم تښولی وو،چې له کورنۍ څخه یې د پيسو د تر لاسه کولو سره،سره بیا هم ماشوم په بې رحمه ډوله په شهادت رسولی وو،چې جسد یې وروسته د ملي امنیت مؤظفینو له لورې کشف او کورنۍ ته وسپارل شو.

جليل په خپل جرم اعتراف کړی او زياتوي، چې ماشوم يې څلور مياشتې له ځان سره ساتلی و او هره ورځ به يې ژړل، چې په پای کې يې ملګرو د ماشوم پلار څخه پيسې ترلاسه او ماشوم يې شهيد کړ.

خامه پرس پښتو | د افغانستان خبري آژانس را دنبال کنید با تویتر, فسبک. و آر اس اس


Source link

خپرندوی: خبرخونه

د افغان ويبپاڼې رضا کاره ډلې پرمټ د يوې انلاين خبر خونې په بڼه له بېلابېلو ولايتونو څخه خبرونه او معلومات خپريږي. تاسو هم کولی شئ، چې په کې برخه واخلئ، خبرونه او بېلابېل معلومات خپاره کړئ؛خو له غړيتوب وړاندې د ويبپاڼې تګلاره ولولئ.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *