دوشنبه , اپریل 23 2018
کور / خبرونه / افغانستان / پاكستان له افغان حكومته ځينې نامعقولې غوښتنې لري

پاكستان له افغان حكومته ځينې نامعقولې غوښتنې لري

د ولسي جرګې يو شمېر غړي وايي، د پاكستان لومړي وزير شاهد خاقان عباسي افغانستان ته د خپل وروستي سفر په مهال له افغان حكومته ځينې داسې نامعقولې غوښتنې درلودې، چې هغه د افغانستان په كورنيو چارو كې لاسوهنه ده.

د ولسي جرګې غړي مخدوم ابدال الله محمدي نن د دې جرګې په عمومي غونډه كې وويل، عباسي د افغانستان په كورنيو چارو كې لاسوهنه كوي او په وينا يې، افغان حكومت بايد د پاكستان په خبرو نور ونه غولېږي.

خو د جمهور رئيس د وياند د دفتر سرپرست شاه حسين مرتضوي بيا وايي، د ولسي جرګې غړي د پاكستان د لومړي وزير د سفر او له افغان چارواكو سره د هغه د خبرو په اړه كره معلومات نه لري.

دى د دغې جرګې له غړو غواړي، چې د خپلو معلوماتو له پوره كولو وروسته دې څرګندونې وكړي.


Source link

خپرندوی: خبرخونه

د افغان ويبپاڼې رضا کاره ډلې پرمټ د يوې انلاين خبر خونې په بڼه له بېلابېلو ولايتونو څخه خبرونه او معلومات خپريږي. تاسو هم کولی شئ، چې په کې برخه واخلئ، خبرونه او بېلابېل معلومات خپاره کړئ؛خو له غړيتوب وړاندې د ويبپاڼې تګلاره ولولئ.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *