دوشنبه , اپریل 23 2018
کور / خبرونه / افغانستان / کابل ښار کې د خونړی چاودنې مخه ونیول شوه – خامه پرس پښتو

کابل ښار کې د خونړی چاودنې مخه ونیول شوه – خامه پرس پښتو

نوشته شده توسط khaama – Mon Apr 16 2018, 2:02 pm

د افغانستان د جنایي جرمونو پر وړاندې د مبارزې ریاست وايي چې په کابل ښار کې یې د یوې خونړی چاودنې مخه نیولې ده.

د جنایي جرمونو پر وړاندې د مبارزې چارواکو د یکشنبې په ورځ وویل، چې امنیتي ځواکونو د کابل ښار د پنځمې حوزې له مربوطاتو څخه یې په ریموټ کنټرول سیسټم عیار شوي چاودېدونکې توکې کشف او ترلاسه کړل.

چارواکي زیاتوي، چې دغه ماین سړک غاړې ته ځای پر ځای شوی خو امنیتي ځواکونه وتوانېدل چې چاودېدونکې د سهار په وخت شاوخوا ۷ بجې شنډ کړي.

د دولت ضد وسله والې د وسله والو طالبانو په ګډون تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

دا په داسې حال کې ده چې وسله والې ډلې په وروستیو میاشتو کې هڅې کوي ترڅو د هېواد په مهمو ښارونو او ولایتونو کې خونړی بریدونه ترسره کړي.

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان د جنایي جرمونو پر وړاندې د مبارزې ریاست تېره اوونی وویل چې په کابل ښار کې یې د درېیو پر له پسې چاودنو مخه نیولې ده.

خامه پرس پښتو | د افغانستان خبري آژانس را دنبال کنید با تویتر, فسبک. و آر اس اس


Source link

خپرندوی: خبرخونه

د افغان ويبپاڼې رضا کاره ډلې پرمټ د يوې انلاين خبر خونې په بڼه له بېلابېلو ولايتونو څخه خبرونه او معلومات خپريږي. تاسو هم کولی شئ، چې په کې برخه واخلئ، خبرونه او بېلابېل معلومات خپاره کړئ؛خو له غړيتوب وړاندې د ويبپاڼې تګلاره ولولئ.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *