کور / خبرونه / نړۍ / د دوبۍ د واکمن پېغله لور څه شوه؟

د دوبۍ د واکمن پېغله لور څه شوه؟

د انځور حقوق
youtube

د ۲۰۱۸ کال د مارچ پر ۱۱ د هغې پېغلې ۴۰ منټه ویډیو خپره شوه چې ابي کمیس یې اغوستی و، سپینه کوټه کې چې شیدو رنګه پرده یې وه ناسته وه.

هغې ویل چې ممکن دا یې وروستۍ ویډیو وي.

د نوموړې له ورکېدو مخکې دا ویډیو خپره شوه او دا ورکه نجلۍ لطیفه بنت محمد ال مکتوم یا په بله ژبه د دوبۍ د واکمن یا د متحده عربي اماراتو د تر ټولو لویې شېخ مېشتي سیمې د مشر لور ده.

* لس چارې چې په دوبۍ کې یې باید ونه کړئ

* د قطر د شاهي کورنۍ غړی: اماراتو کې په زور ساتل کېږم

۳۳ کلنه لطیفه په ویډیو کې د هر ډول شک لرې کولو لپاره د الجزایرۍ مور او د خپل پلار مقام یادوي او وايي، د لطیفې په نوم دوه نورې خوندې هم لري او دا منځوۍ لطیفه ده.

هغه وايي، که دا ویډیو خپره شوه نو دا به وژل شوې یا بدو حالاتو کې وي.

د دوبۍ د واکمن لور په انګرېزي زیاتوي، ژر د خپل هېواد پرېښودل غواړي، خو ډاډه نه ده چې بریالۍ به شي که یه.

هغه بریالۍ نه شوه.

د دوبۍ استازې یا شهزادۍ په بند کې؟

د انځور حقوق
.

Image caption

لطیفې د تېرو کلونو انځورنه- چې د دوبۍ یوه لاس جوړ ټاپو کې په چترۍ کې له الوتکې کوزېږي

د متحده عربي اماراتو مرستیال مشر او لومړی وزیر او د دوبۍ واکمن شیخ محمد ال مکتوم له ۱۲ کلونو راهیسې واکمن دی، تل یې د دوبۍ د خیالي نړۍ انځور ښودلو هڅه کړې ده.

دوبۍ په حیرانوونکي چټکتیا بدلېږي. هره ورځ یې یوه کونج کې یوه پروژه پرانیستل کېږي.

سیلانیان د چکر او سوداګر د سودا لپاره ورځي، پانګوال یې د سیمې اقتصادي بلاک بولي.

* د قطر کړکېچ اوښانو ته هم زیان رسولی

* سعودي ملکه امریکا کې “د انسان قاچاق” تورنه شوې

د سیکې بل مخ د انساني حقونو په خلاف ورزۍ تورن دی.

د لطیفې د تېرو کلونو انځورنه- چې د دوبۍ یوه لاس جوړ ټاپو کې په چترۍ کې له الوتکې کوزېږي او د اماراتو له بیرغ جوړې جامې یې اغوستې دي- بې خلاف ورزۍ دي او د دوبۍ بې سارې استازې بلل کېږي.

د هغې ملګرې تینا بي بي سي ته وايي، د دوبۍ د واکمنو د څرګندونو خلاف هغه له ډېرو کلونو راهیسې د هغه زندان بندۍ وه چې پلار یې ورته جوړ کړی و.

تینا زیاتوي لطیفې پر ۲۰۰۲ کال هڅه وکړه، له هېواد په تښتېدلو سره خپل ژوند ولري او ځان ازاد کړي، خو بریالۍ نه شوه او درې نېم کاله بند کې وه.

لویه تېښته

Image caption

د لطیفې فنلنډۍ ملګرې تینا

تېر دوبی لطیفه د فرانسې د بهرنیو استخباراتو له پخواني کارمن سره تماس نیسي.

الوه ژوبر دعوه کوي چې کلونه وړاندې دوبۍ کې په درغلۍ له تورنېدو وروسته یې بڼه بدله کړه او حجاب اغوستلو او نورو عجیبو وسایلو کارولو سره له اماراتو وتښتېد.

هغه د بي بي سي خبریال ګابریل ګېټ هاوس ته وايي، لطیفې څه مهال مخکې ور سره اړیکه نیولې او مرسته یې غوښتې وه.

ژوبر وايي ورته ویې ویل چې د ده په څېر له اوبتل کار واخلي او د دغه کار لپاره یې دوی روزلی هم شي.

* دوبۍ کې هوايي نندارتون

* اماراتو کې د نړۍ لومړۍ الوتونکې ټکسي

دا فرانسوی جاسوس وايي، لطیفې دغه کار ته اړین توکي را نیول، خو وروسته یې ډډه وکړه.

په بدل کې له ملګرې تینا یاوهاینن سره- چې د رزمي لوبو فنلنډۍ روزونکې ده- په موټر کې عمان ته اوړي.

تینا وايي، هلته دوی ته ولاړه کښتوړۍ کې سپرېږي، چې د عمان سمندرګي نړیوالو اوبو کې سیلاني بېړۍ نوسترامو ته یې ورسوي.

نړیوال پولیس ولې لاسوهنه کوي؟

رد انځور حقوق
Getty Images

Image caption

د دوبۍ واکمن او د لطیفې پلار

نوسترامو بېړۍ کې الوه ژوبر د دوی هرکلی کوي او د هند په لور خوځېږي.

خو نړیوال پولیس د متحده عربي اماراتو په غوښتنه د دې پېښې په تړاو د نیولو حکم کوي.

دغه حکم کې د شهزادۍ د تېتښې کومه خبره نشته، بلکې وايي، تښتول شوې او پولیس یې څاري.

د بي بي سي خبریال ګابریل ګېټ هاوس دا پېښه څارلې او له شاهدانو سره یې خبرې کړې دي.

دی وایي، له دې وروسته کیسه مختلف اړخونه او ډول ډول روایتونه لري چې تاییدېدلی نه شي.

د هند په لور سفر کې د نوسترامو کښتۍ څار سیتسم ښايي د دې لپاره ګول و چې ونه څارل شي.

خو د کښتوړیو سپوږمکۍ اړوند اړیکې- چې بې بي سی ترلاسه کړې – ښيي، چې نوسترامو د سوېل ختیځ او د هند اوبو ته روانه ده.

کله چې کښتۍ سمندرغاړې ته نږدې کېږي، نو تماس و رسره له منځه ځي.

الوه ژوبر بي بي سي ته ویلي، کله دوی روان و، نو پام یې شو چې له څو ورځو راهیسې یې څو کښتوړۍ څاري.

کمانډو چرته وو؟

Image caption

پخوانی فرانسوی جاسوس چې لطیفې ته یې د تېښتې لار برابره کړې وه.

د ۲۰۱۸ کال د مارچ پر ۴ الوه ژوبر د بېړۍ په سر ناست دی. لطیفه او د هغې ملګرې کوټه کې دي. ناڅاپه چغې اوري.

الوه ژوبر وايي، دی د کښتۍ په لارښوونه بوخت و چې کښتوړۍ ور نږدې شوې او کمانډوګانو توپک ورته ونیول.

تینا وايي، د ډزو غږونه یې واورېدل وروسته پوی شول چې بادي لاس بمونه وو.

“زه او لطیفه د کښتۍ لاس مینځي(دستشويي)ته ننوتو، یو بل مو په غېږ کې ونیول. لطیفې ویل را پسې راغلل. له لاس منیځي چې را ووتو ټوله خونه لوګي نیولې وه، موږ یې پړمخ وغورځولو او لاسونه یې را وتړل”.

ژوبر وايي، هغه ګواښ ګیر کې یې لطیفه ونه لیده، یواځې یې د هغې چغې اورېدې.

“هغه نه تله غوښتل یې دلته ومري، خو څو شیبې وروسته هرڅه ورک شول، دوی تللي وو”.

جالبه خبره دا ده چې دواړه شاهدان وايي، کمانډو انګریزي ویله.

دوی وايي لومړني کمانډویان اماراتي نه بلکې هندي وو.

ژوبر وايي اول یې فکر کاوه انګرېزیان دي، خو وروسته یې د کښتوړیو له لیکلو وپېژندل چې هنديان دي.

“یوه لطیفې ته وویل: راځه باید کور ته ستنه شې. هغې وویل، نه ځم، غواړم سیاسي پنا واخلم”.

د هند حکومت بي بي سی ته په دې پېښه کې د خپل لاس لرلو په تړاو ځواب نه دی ویلی.

خو د اپرېل وروستیو کې د هند بیزنېس سټنډرډ ورځپانې یوه رپوټ کې دعوه کړې چې د هند حکومت او ان لومړي وزیر نرېندر مودي په نوسترامو کښتۍ پېښه کې لاس درلود.

دا رپوټ تایید شوی نه دی.

د انځور حقوق
.

Image caption

د عمان سمندرګي نړیوالو اوبو کې لویې کښتۍ ته خېږي.

پر کښتۍ له برید وروسته اماراتي ځواکونه نوسترامو دوبۍ ته روانوي، خو لطیفه پکې نه وي یواځې الوه ژوبر او تینا لېږدوي.

دوی چې اماراتو ته رسېږي سترګې یې تړل کېږي، لاسونه یې ولچک کېږي او پوښتنې ترې پیلېږي.

تینا وايي په اعدام او عمر بند ګواښل کېږي.

خو دواړه وايي، له یوې اونۍ پلټنو وروسته ازاد شول.

له دې پېښې وروسته دوبۍ کې د بندي په نوم ډله د شهزادۍ د ورکې دوسیه څاري.

دا ډله جنجالي ده او دوه کسان یې پخوا هم د اماراتو محکمې محکوم کړي وو، خو دوی یې حکم ونه مانه.

دوی په لندن کې خبر غونډې ته په وینا کې د اماراتو دا ادعا درواغ وبلله چې وايي د قطر یا نورو هېوادونو ملاتړ ور سره دی.

پخوانی فرانسوی جاسوس هم وايي، چې د پیسو بدل کې له لطیفې سره په تېښته کې ملګری شوی و، خو دا نه وايي، چې څومره پیسې ور ته منل شوې وې.

د امارات حکومت بي بي سي ته ویلي، په دې تړاو دوسیه کې پر دوی لګېدلي تورونه د هغه چا کار دی چې خپله جرمي مخینه لري.

یوه اماراتي چارواکي فرانس خبري اژانس ته ویلي، لطیفه له خپلې کورنۍ سره ستنه شوې او دا د دوبۍ واکمن د بدنامولو لپاره د قطریانو هڅې دي.

لطیفې په هغه ویډیو کې ویلي، چې تېښته به یې د ژوند نوی څپرکي پرانیځي، خو اوس د هغې غږ نه اورېدل کېږي چې د ژوند نوی فصل یې څنګه دی.

ښايي همدا وجه وي چې د انساني حقونو ادارو هم له اماراتي چارواکو د لطیفې په هکله معلومات غوښتي دي.


Source link

خپرندوی afghans

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *