د رسنیو راپورونه ښایې چې د داعش مشر ابوبکر البغدادي په توره بوره کې دی – …

0


د اسلامي دولت ډلې «داعش» مشر له هغه وروسته د نظرونو څخه غایب شوی له کله نه چې په عراق کې د موصل ښار ددوی له واکه په وتو شو.

د هغه د مرګ، د ټپي کېدو او کله یې بهرنیو هیوادونو ته د تیښتې خبرونه د رسنیو سرټکی جوړیږي.

په یوه تازه راپور کې چې د کابل څخه خپرېدونکي ورځپاڼې ویسا خپور کړی، ادعا شوې چې هغه د ننګرهار ولایت په توره بوره کې احتمالي شتون لري.

ویسا ویلي چې امریکايي الوتکو په دوامداره توګه د «زاوه» په سیمه کې د طالبانو دفاعي خطونه بمبار کړل او داعش ته یې د توره بوره نیولو لاره پرانیستله.

او زیاته کړې چې دوی ته د ننګرهار ولایت د شینواري ولسوالۍ د اوسیدونکو له لاري داسي معلومات رسیدلي چې د داعش ډلې مشر ابوبکر البغدادي احتمالا توره بوره ته رسیدلی او ددوی د ولسوالۍ په مربوطاتو کې ژوند کوي.

ورځپاڼه زیاتوي چې په تیرو پنځو میاشتو کې امریکايي الوتکو په سیمه کې د طالبانو پر خطونو شدیدي بمبارۍ وکړې چې له امله یې هغوی دغې سیمې پرېښودو ته اړ شول او داعش ته لاره پرانیستل شوه چې د توره بوره سیمه په خپل تصرف کې راولي.

ورځپاڼه زیاتوي چې د داعش ډلې پر سیمه ییزو خلکو د ۳ ورځو لپاره بندیز لګولی وو او په همدې ورځو کې دوی یوه شپه د اسونو یو لوی کاروان ولید چې مشري يې په نا اشنا ژبه یوه کس کوله. چې احتمالا به ابوبکر البغدادي وو.

او زیاتوي چې له هغه وروسته امريکايي ځواکونو په توره بوره کې بې پلوټه او یا جیټ په واسطه بمبارۍ نه دي کړي.

بلخوا د عراق په استخباراتي شبکه کې د لواء په رتبې یوه ضابط ویلي چې د داعش ډلې مشر ابوبکر البغدادي د سوریې او عراق په سرحدونو کې ژوند کوي او د پنځو کسانو په ملتیا له یوه ځایه بل ځای ته حرکت کوي.

نوموړي ویلي چې د سوریې او عراق تر منځ پر سرحدونو اوس هم ځیني سیمې شته چې د داعش تر ولکې لاندي دي، لکه «الهجین الشدادي، الصور، مرکده».

نوموړي ویلې چې بغدادي د پنځو کسانو په ملتیا او همکاري له یوه ځایه بل ځای ته حرکت کوي، په دغو پنځو کسانو کې يې يو زوی او بل یې زوم شامل دی.

نوموړي وویل چې دغه معلومات یې په دې وروستیو کې د داعش ډلې د ۵ جګپوړو مشرانو تر نیول کېدو وروسته تر لاسه کړي.



Source link

Leave A Reply

Your email address will not be published.