کور / اسلام / ارزګان کې خلکو اعتراضي غونډه کړې – …

ارزګان کې خلکو اعتراضي غونډه کړې – …

د ارزګان ولایت مرکز ترینکوټ او د ولسواليو یو شمېر اوسیدونکو چې شمېر یې لسګونو تنو ته رسېده د جمعې په ورځ د امنیت غوښتلو په هدف اعتراض وکړ او د ښار واټونو ته راووتل.

دوی وايي چې مرکز ترینکوټ او یو شمېر ولسوالۍ په‎دې وروستیو کې یو ځل بیا وسله‎والو طالبانو محاصره کړې، خو دولت ورته لاس تر زنې ناست دی.

یادو اعتراض کوونکو دغه راز له مرکزي ادارې غوښتنه وکړه چې د ارزګان د امنیت چارې دې د ارزګان یوه کس ته وسپاري، ځکه د دوی په خبره د نور ولایتونو خلک د ارزګان له جغرافیې سره بلد نه‎دي.

د ارزګان خلک دغه اعتراض پر داسې مهال کوي چې د دغه ولایت خاص ارزګان او چوره ولسوالۍ وسله‎والو طالبانو له تېرو څو ورځو راهیسې محاصره کړې ده.

په‎دې اړه نورحال د ازادي راډيو د خبریال شریف‎الله شرافت په دې راپور کې:


Source link

خپرندوی afghans

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *