کور / اسلام / امریکا:د فراه ولایت په سقوط کې د ایران لاس وو – …

امریکا:د فراه ولایت په سقوط کې د ایران لاس وو – …





د امریکا پنټاګون وایي پر دې هیڅوک هم سترګې نه شي پټولی چې پر فراه د طالبانو د وروستي برید ترشا د ایران لاس ښکېل نه دی. د پنټاګون ویاندې دانا وایټ پرون خبریالانو ته د خبرو پر مهال وویل، هیڅوک نشي کولی دا موضوع رد کړي، چې ګواکي ایران د سیمې په کچه لاسوهنې نه کوي. هغې زیاته کړه، چې ایران په منځني ختېځ کې د امنیت پر وړاندې ستر خنډ دی، نو نشو کولی په افغانستان کې د ایران لاسوهنې رد کړو. دا په داسې حال کې ده چې سلګونه وسله والو طالبانو د سې شنبې په ورځ د فراه پر مرکز ډلییز بریدونه پیل کړل چې د چهار شنبې تر ماښامه یې دوام درلود. که څه هم افغان امنیتي چارواکي وایي، چې فراه ښار یې د طالبانو له شتونه په بشپړه توګه پاک کړی دی، خو ځایي چارواکو د چهار شنبې په شپه وویل، چې وسله والو طالبانو یو ځل بیا د فراه ښار د زندان په ګډون پر یو شمېر دولتي ودانیو بریدونه کړي دي. امریکا په داسې حال کې پر ایران د وسله والو طالبانو د ملاتړ تورونه پورې کوي چې ایران بیا وایي، امریکا په نړیواله کچه ترهګر تمویلوي او غواړي په اسلامي هېوادونو کې ستونزې جوړې کړي.



Source link

خپرندوی afghans

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *