کور / اسلام / د سعودي وليعهد محمد بن سلمان له تېرو درې اوونيو راهيسې د رسنيو له سترگو پټ دی – …

د سعودي وليعهد محمد بن سلمان له تېرو درې اوونيو راهيسې د رسنيو له سترگو پټ دی – …

د سعودي وليعهد محمد بن سلمان له تېرو درې اوونيو راهيسې د رسنيو له سترگو پټ دی او ځينې نړيوالې رسنۍ وايي، چې د تېر اپرېل په ۲۱مه پر شاهي ماڼۍ له بريد وروسته هغه نه دی ښکاره شوی.

روسي رسنيو ويلي، چې بن سلمان په دغه بريد کې ټپي شوی او تر هغه وروسته يې د مرگ ژوند په اړه معلومات نه دی خپاره شوي.

د تېر اپرېل په ۲۱مه د سعودي شاهي ماڼۍ کې د ډزو اوازونه اورېدل شوي وو، هغه مهال سعودي پاچا سلمان بن عبدالعزیز خوندي ځای ته لېږدول شوی و او امنيتي ځواکونو په دغه ورځ د شاهي ماڼۍ پر سر پرواز کوونکې بې پيلوټه الوتکه هم غورځولې وه.

د روسيې سپونتيک رسنيزې شبکې ويلي، چې وليعهد محمد بن سلمان هم په دغه پېښه کې ټپي شوی، چې له هغې وروسته په رسنيو کې نه دی تر سترگو شوی، خو سعودي چارواکي په دې اړه د رسنيو پوښتنو ته ځواب نه وايي.

هغه مهال هم د شاهي ماڼۍ ساتندوی ځواک د ټولنيزو رسنيو له فعالانو او رسنيو غوښتي و، چې د شاهي ماڼۍ د بريد په اړه د خبرونو له خپرولو ډډه وکړي.

د ایران «کيهان» ورځپاڼې ليکلي، چې بن سلمان د درملنې لپاره بل هېواد ته لېږل شوی او د تېرې مياشتې په وروستيو کې د امریکا د بهرنيو چارو وزير مايک پومپيو د سعودي پلازمېنې رياض ته تللی و، هغه مهال هم وليعهد په رسنيو کې نه و ښکاره شوی.

د ایران فارس خبري اژانس هم ليکلي، چې بن سلمان هغه څوک دی، چې هر وخت په رسنيو ښکاري او له تېرو ۲۷ ورځو راهيسې په رسنيو کې د هغه نه ښکارېدل په خپله د هغه د روغتيا په اړه اندېښنې راپورته کوي.


Source link

خپرندوی afghans

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *