Home / خبرونه / پښتونخوا / د کامياب مزاکراتو ورسته يوتھ آف وزيرستان خپل احتجاجې پرلت ختم کړو

د کامياب مزاکراتو ورسته يوتھ آف وزيرستان خپل احتجاجې پرلت ختم کړو

شمالې وزيرستان کښي د هدفې وژنو لړې پرضد د ځوانانو پنځه ورځو راهسې روان احتجاجې پرلت د کامياب مزاکراتو ورسته ختم شوې دې۔د شمالې وزيرستان ميرعلې کښې په ګنړ شمير سره د پنځو ورځو راهسې د يوتھ آف  وزيرستان د سيورې لاندې ځوانان په احتجاجې پرلت ناست وو او غوښتنه ئې کوله چې ترڅو هغوئې ته په ليکي شکل کښې سيمه کښې د هدفې وژنو مخنوې ضمانت نه وې ورکړې شوې نو دوې به خپل احتجاج جارې ساتې۔

د ميډيا رپوټونو ترمخه نن په احتجاج ناست د وزيرستان ځلمو سره د جرګې په مينځګرتوب پوليټکل انتظامې يو ليکې معاهده کړې کوم باندې چې د شمالې وزيرستان پوليټکل انتظامې او د جرګې د غړو دستخطې موجود دې۔په معاهده کښې ويلې شوې دې چې د تيرې څه مودې راهسې علاقه کښې روان د هدفې وژنو مخنوې لپاره به پوليټکل انتظاميه او فوځ په شريکه هر کلې کښې ګشت کوې۔معاهده

دې سره معاهده کښې دا هم ويلې شوې دې چې روژه کښې به د تراوؤ، پشمنې او روژه ماتې د پاره د امنيت ساتلو لپاره خصوصې ګامونه پورته کولې شې۔دې سره د شمالې وزيرستان ځوانانو ته دا باور هم ورکړې شوې دې چې په راتلونکې وخت کښې څومره قبائلې جرګې کيږې هغې کښې به د وزيرستان ځوانانو ګډون يقينې کولې شې۔

رپوټونو کښې دا هم ويلې شوې دې چې سيمه کښې د فوځې عملياتو په مهال د ړنګ شوو کورونو معاوضې د پاره به سيمه کښې موجود د فوځ جې او سې پخپله د وزيراعظم، سيفران وزير او فاټا سيکرټريټ سره خبرې خبرې کړې دې او هګوې ورته زرتر زره د دغۀ مسلو د هوارې باور ورکړې دې۔

څرګنده دي وي چي شمالي وزيرستان کښي هدفي وژنو کښي اضافه شوي ده۔ د تير اتوار په ورځ شمالي وزيرستان کښي د پخواني خدائي بخلي ایم این اے محمد دیندار زوے موسا کلیم د خپل کور دننه ناڅرګنده کسانو په ډزو سره وژلې وو۔ دي نه يو ورځ وړاندي زیرکۍ سیمه کښې د هدفي وژنې یو بله پيښه کښې د پخواني مشهور دیني عالم مولوي محمد اسحاق ځوې او سکول استاذ عبدالقیوم هم په ډزو وژلې شوے.تیرې یو میاشت کښې ایجنسۍ کښې د هدفي وژنو پنځه پيښې رامينځ ته شوې دې چې له وجې اولس کښې یو وارې بيا یره ترهه خوره شوې ده.

فیس بوک تبصرې


Source link

About afghans

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *