Home / اسلام / مور دې مه راوله/پښتو ادب برخه/دردونکي کېسه – …

مور دې مه راوله/پښتو ادب برخه/دردونکي کېسه – …





یو ځوان د جینۍ مرکې ته ورغی خو هغې د ځوان غوښتنه رد کړه او ویې ویل: په یو شرط دې غوښتنه منم چې مور دې واده ته را نشي.
ځوان له ډېر سوچ وروسته خپل استاد ته ورغی او په خورا شرمناکه ژبه یې ورته وویل: په یو کلنۍ کې مې پلار وفات شو او مور مې د دې لپاره چې زما خرچه را پوره کړي؛ د خلکو په کورونو کې کالي او رختونه مینځل پیل کړل.
اوس له یوې جینۍ سره مینه لرم او هغې را ته ویلي دي چې په هغه صورت کې به در سره واده کوم چې مور دې نه وي. نه یوازې دا بلکې له دې وړاندې هم مور سخت خجالت کړی یم نو ستاسو په اند څه باید وکړم..؟؟
استاد ورته وویل: له تا نه یوه هیله لرم هغه دا چې کور ته ولاړ شه او د مور لاسونه دې ومینځه، سبا ما ته راشه بیا به در ته ووایم چې څه کار وکړه.
ځوان کور ته ولاړ او په داسې حال کې چې له سترګو یې اوښکې بهېدلې؛ په لومړي ځل یې د خپلې مور ګوتې ولیدې چې د خلکو د کالیو د ډېرو مینځلو له امله یې چرک نیولی ؤ او له لاسه یې زوې تللې نو د درد له امله یې لاس ولړزېد.
د مور د لاسونو تر مینځلو وروسته ځوان تر سبا پورې صبر و نشوای کړی، خپل استاد ته یې زنګ وواهه او ورته ویې ویل: منندوی مو یم چې د پوهاوي یوه خورا ښکلې لار مو را وښوده، زه مې مور د نن لپاره نه پلورم ځکه هغې زما د ښې راتلونکې لپاره خپل ژوند تباه کړ.



Source link

About afghans

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *