Home / اسلام / څنګه کولی شو د ژور خفګان او ذهني ګډوډیو څخه ځان وساتو

څنګه کولی شو د ژور خفګان او ذهني ګډوډیو څخه ځان وساتو

نن سبا ډیری خلک په  تشویش او  ذهني فشار پری اخته دي، چې  د صحت د خرابوالي  یو عامل دی.

ځینی لاری چاری شته د ژور خفګان په له منځه وړلو کې مرسته کوي.

نشه یي توکي لکه:  اپین  ، پوډر، چرس ، الکول او نور هغه څه چې  نشه راوړونکي وي،  دژور خفګان سبب ګرځي چې ،  باید تری ډډه وشي .

په ورځنیو چارو  کې  ورزش ته ځای ورکړئ! پوره خوب او استراحت وکړئ ! خپل وخت  اداره کړئ! بی ګټې سوچونو څخه ځان وساتئ!.

مثبت فکر  دلوړو ژورو پروړاندی یوشان دریدل او  ورزش هغه څه دي،  چی د ذهن دنارامۍ  او تشویش په کموالي کی مهم رول لري .  تشویش د وینی لوړ فشارو،  دشکر،  زړه ناروغۍ  او دمعدې دزخم لامل ګرځي،   که یو څوک په تشویش اخته وي باید لومړی یې لامل پیدا، چې ولې زه خفه یم؟  دویم قدم کې دله منځه وړلو لپاره دحل لارې چارې ولټوي .

د ژور خفګان د له منځه وړلو لپاره په خپل ځان کې مثبت تغیرات راولئ تل مثبت فکر وکړئ !هغه فکرونو څخه ځان وساتئ چې  تل تاسی ځوروي.   هرڅوک تشویش لري،  زیاتره تشویشونه بی ارزښته وي چې په پایله کې دژند ګواښ سبب ګرځي   د کارونو دښه ترسراوي لپاره یو منظم مهالویش جوړ کړئ! ترڅوی دکارونو په اړه تشویش درسره نه وي ددی ترڅنګ د استراحت لپاره  وخت ځانګړی کړئ !

تشویش ستاسو په ورځني کارونو بده اغیزه کوي او ستاسو دبریالیتوبونو مخه ډب کوي

About afghans

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *