کور / اسلام / ایران د امریکا غچ له افغانستان اخلي – …

ایران د امریکا غچ له افغانستان اخلي – …

کارپوهان باور لري چې ایران په افغانستان کې د اوبو د پروژو د مخنیوي او د مخدره توکو د قاچاق لپاره طالبانو سره مرستې کوي چې پیسې لاسته راوړي.

طالبان او ایران بیا یوازې یو له بل سره سیاسي اړیکې تائیدوي او د نظامي تجهیزاتو راکړه ورکړه ردوي.

په ایران تور دی چې د افغانستان په لویدیځو ولایتونو ځانګړي ډول فراه کې وسلوال طالبان تجهیزوي چې د مهمو ملي پروژو د عملي کېدو مخه ونیسي.

شنونکی نجیب الله کابلی باور لري چې له امریکا سره د ایران اړیکې تر بل هر وخت سخت حالت ته رسیدلي او د تازه بندیزونو غچ له افغانستان اخلي او د ترهګرو ډلو ننګه کوي چې افغان ځواکونه پرې وځپي.

باور دا ښودل کیږي چې ایران افغانستان کې د نشه یې توکو د قاچاق په سر جګړه توده کړې او د طالبانو ملاتړ ځکه کوي چې پر مټ یې پیسې او د نشه یي توکو قاچاق وکړي.

ایران نه مني چې له طالبانو سره د نظامي تجهیزاتو مرستې کوي او یوازې په محدوده کچه سیاسي اړیکې ورسره تائېدوي.

طالبان بیا هغه ادعاوې ردوي چې ګنې لویدیځ کې جګړه د اوبو د مدیریت په سر ده دوی وايي، جګړه یې د امریکا او پلویانو پر ضد ده.


Source link

خپرندوی afghans

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *