یوسف علیه السلام او ماشوم ــــ لنډه کیسه – …

0






وايي يوسف عليه سلام چي د قحطي پر مهال غنم ويشل، يو ماشوم 3 واري راغی او غنم ئې يوړل.

اخر يوسف (ع) مجبور سو ماشوم ته ئې وويل:
اې وروره خلګو ته يو وار غنم نه رسيږي ستا دا څووم ځل دی چي غنم وړې نور ئې بس که، ډير اړ خلګ پاته دي
ماشوم جواب ورکړ يوسفه ته ما نه پيژني .؟
که دي وپيژندم نو څه چي وايم هغه به منې او څه چي غواړم هغه به راکوي.
يوسف (ع) ورته وويل ته څوک ئې؟

ماشوم جواب ورکړی ، زه هغه ماشوم يم چي د زليخا په تور کي مي د پاکي شاهدي در باندي وويله يوسف (ع) ماشوم غيږ ته نيږدې کړ او بيا ئې امر وکړ دغه ځوان ته خزانې خلاصي کړی څه چي وړای سي مه ئې ورڅخه سپموئ.

په دې وخت کي، الله (جل جلاله) ورته وحي وکړه وئې ويل ای يوسفه ته يو بنده ئې يو چا ستا پاکي ياده کړه ټولي خزانې دي ورته خلاصي کړې نو څوک چي زما پاکي ياده کړي ، ذکر مي وکړي نو څه به ورسره کوم ؟
نو اوس تاسې فکر وکړئ چيري د يوسف ع خزانې او چيري د الله خزانې
چيري د يوسف ع ورکړه چيري د الله ج




Source link

Leave A Reply

Your email address will not be published.