کور / نورې رسنۍ / “افغانستان او هند خپلمنځي سوداګري دوه میلیارد ډالرو ته لوړول غواړي”

“افغانستان او هند خپلمنځي سوداګري دوه میلیارد ډالرو ته لوړول غواړي”

د انځور حقوق
Getty Images

هندۍ ورځپاڼه ایکانومیک ټایمز لیکي د هند او افغانستان ترمنځ د هوا له لارې د سوداګریزې راکړې ورکړې په پيل سره تمه ده چې تر ۲۰۲۰ کال پورې د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګري دوه ملیارده امریکايي ډالرو ته ورسیږي.

د هند لپاره د افغانستان سفیر شیدا محمد ابدالي وايي، د کابل او نوي ډېلي ترمنځ دا مهال را کړه ور کړه نه سوه میلیون ډالره ده خو تر ۲۰۲۰ کال له دوه میلیارد ډالرو لوړه شي.

ورځپاڼه لیکي له تیر کال راهیسې چې د هوا له لارې سوداګري پیل شوی، د دواړو هېوادونو ترمنځ سل الوتنې شوې او ۲۵۰۰ مټریک ټنه خوراکي توکي لیږدول شوي دي.

د افغان ولسمشر اقتصادي سلاکار اجمل احمدي وايي، چې دا سوداګري نوره هم پراخول غواړي، خو په مخ کې یې ځینې ستونزې هم شته چې په هغو کې د شپې د الوتکو کېناستلو اجازه نه لري.

نوموړي دا ستونزې وړې بولي.

هند او افغانستان د کابل او کندهار څخه نوي ډېلي او ممبيي ته د هوا له لارې نېغه سوداګري تېر کال پیل کړه.

افغانستان د خپلو کرنیزو تولیداتو او غالیو لپاره هند تر ټولو لوی مارکېټ بولي.

ډيپلوماټ

ډيپلوماټ مجلې په افغانستان کې د اوزبکستان د رول په اړه یو مطلب خپور کړی او پوښتنه کوي چې ایا دغه هېواد په افغانستان کې د یوه منځګړي رول لوبلی شي؟

لیکوال وايي شواهد او واقعیتونه ښيي چې دغه هېواد افغانستان کې د یوه ښه منځګړي رول لوبولی شي.

لیکوال وايي په تیر اختر کې هم د حکومت او طالبانو ترمنځ شوی اوربند د اوزبکستان د منځګړیتوب پایله وه.

د ده په وینا تاشکند له امریکا سره ښې اړیکي لري او د همدې په رڼا کې امریکا غواړي نوموړی هېواد دا رول ولوبوي.

دا چي اوزبکستان د شانګهای سازمان غړی او له روسیې سره ښه اړیکې لري نو تمه ده چې روسیه او چین هم پر دې رول راضي وي.

خلاصه دا چې د لیکوال په اند د نړیوالو لوبغاړو ترمنځ دا اجماع رامنځته شوې چې تاشکند د افغانستان د کشالې د سوله ییز حل لپاره د خبرو اترو طبیعي ځای دی.

لیکوال وايي که څه هم طالبانو د مارچ په وروستیو کې د اوزبکستان له خوا په رابللې غونډه کې برخه نه واخیسته خو اوزبک چارواکو له طالبانو سره پټ اړیکي رغولي چې ښايي له امله یې طالبان د سولې لپاره په ورته غونډو کې برخه واخلي.

د ډيپلوماټ مجلې لیکوال وايي سمه ده چې د افغانستان په مسله کې د مسقط، مسکو او استانبول له خوا د منځګړتوب لپاره هڅې روانې دي، خو د اوزبکستان ولسمشر میرزیايیف ډیرې هڅې کړې چې د افغانستان په مسله کې خپل هېواد د یوه اغیزمن منځګړي په توګه ثابت کړي.

نیویارک ټایمز ورځپاڼې په فاریاب ولایت کې د یوه قوماندان نظام الدین قیصاري د نیولو پرمهال ویډیو ته اشاره کړې او زیاتوي، د بشري حقونو سازمان د افغان ځواکونو د چلند په اړه اندیښنه ښودلې ده.

دغه سازمان ویلي له دې وړاندې هم دا ډول تورونه و خو افغان دولت تراوسه نه دی توانیدلی له تورنو کسانو سره قانوني چلند وکړي.

د دغه سازمان یوې څیړونکي نیویارک ټایمز ته ویلي ویډیويي تصویرونه ښيي چې له دغو کسانو سره زور زیاتی شوی.

هغې غوښتنه کړې چې په دې برخه کې څېړنې وشي.

دا ویډیو چې تراوسه یې کره والی نه دی ثابت شوی ښيي چې د قیصاري اړوند وسله وال له افغان امنیتي ځواکونو سره د یوې شخړې په پایله کې نیول شوي دي.

ډیلي میل ورځپاڼه لیکي د جرمني یوې محکمې پریکړه کړې چې خپل اصلي ټاټوبي تونس ته د القاعده ډلې د مشر اسامه بن لادن پخوانی ساتونکی سامې بیرته جرمني ته راوستل شي.

دی پرون تونس ته واستول شو او هلته د ځايي ترهګرۍ ضد پولیس له خوا ونیول شو.

د سامي په اړه وروسته له هغه په جرمني کې پر حکومت نیوکې ډیرې شوې چې د حکومت له خوا ده ته د میاشتنۍ مرستې څهه پرده پورته شوه.

د رپوټونو له مخې د جرمني حکومت سامي ته د میاشتې د نږدې پنځلس سوه امریکايي ډالرو معادله میاشتنۍ مالي مرسته ورکوله.

نوموړی له ۲۰۰۵ کال راهیسې په جرمنې کې اوسیده او په دغه هېواد کې یې د سیاسي پناه غوښتنه کړې وه.

جرمني حکومت د یوې ځايي محکمې له حکم سره په مخالفت کې نوموړی تونس ته استولی.

محکمې ویلي و دی دې تر هغه هلته نه استول کیږي چې جرمني دا ډاډ تر لاسه کړي چې دی به په تونس کې نه ربړول کیږي.


Source link

خپرندوی afghans

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *