Home / نورې رسنۍ / اشرف غني غزني ته د نورو سرتېرود لېږلو پرېکړه وکړه

اشرف غني غزني ته د نورو سرتېرود لېږلو پرېکړه وکړه

د انځور حقوق
یاسان

Image caption

غزني کې د جګړه له امله برېښنا او اړیکتیايي اسانتیاوې پرې شوې دي.

افغان ولسمشر محمد اشرف غني پرېکړه وکړه چې غزني ته به ډېر ژر زیاتي ملاتړي ځواکونه واستوي.

د ولسشمر مرستیال ویاند شاحسین مرتضوي په خپله ټویت پاڼه لیکلي ښاغلي غني بیګا( د اګسټ ۱۲) ماخستن په ارګ کې بېړنۍ غونډه وکړه:

د غزني له والي او امنیتي چارواکو سره یې خبرې وکړې او د غزني د امنیتي حالت په اړه یې د هغوی تفصیلات واورېدل.

شاحسین مرتضوي زیاتوي، دولت د خلکو د خوندي ساتلو ګامونه اخیستي:

“او غلیم ته یې زیاته مرګه ژوبله اړولې ده”.

خو له غزني نا تایید شوي رپوټونه وايي چې تېره شپه هم په ښار کې جګړه روانه وه.

افغان امنیتي ځواکونه او طالبان دواړه یو بل ته د مرګ ژوبلې د اوښتو او په ښار کې د سیمو د کنترول خبره کوي. خو لا هم د مرګ ژوبلې کره شمېره نه ده مالومه.

ځینې سرچینې وايي په دریو ورځو کې چې طالبانو په غزني ښار برید کړی ۱۱۳ تنه وژل شوي او ۱۴۲ تنه ټپي دي.

ویل کېږي چې د غزني روغتون د ټپيانو د منلو ظرفیت نه لري.

د غزني د ولایتي شورا غړی نصیر احمد فقیري بي بي سي سره خبرو کې ویلي چې وژل شویو کې ۳۰ ولسي وګړي دي.

د هغه په خبره، شهیدان او ټپیان په ساحه کې پراته دي، بوی د ډېرو خلکو لپاره ځوروونکی دی.

د انځور حقوق
یاسان

Image caption

ځینې خلک په غرونو رغونو له ښار وتلي دي.

وسلوالو طالبانو د جمعې په شپه له دریو لورو پر ښار بریدونه وکړل او ډېرې برخې یې ونیولې.

ښار ته د وسلوالو طالبانو په ننوتلو سره برېښنا او اړیکیتايي وسایل نشته، ځکه په غزني کې د وضعیت په هکله ضد او نقیض رپوټونه خپرېږي.

خو لا هم وسلوال طالبان په ښار کې لیدل کېږي.

د جګړې له امله ځینې خلک له ښار وتلي او ان ځینې تر کابل رسېدلي دي.

عبدالکریم چې له کورنۍ سره کابل ته راغلی، وايي، د طالبانو په برید سره یې سهار ولیدل چې هر ځای د دې ډلې په لاس کې و، یوازې د ولایت مرکز، ملي امنیت ریاست او امنیه قومنداني له افغان ځواکونو سره وه.

نوموړی زیاتوي خلک په جګړه کې ګیر دي، خواړه نه لري، ننوايي اوړه نه لري او ښار کې ټول دوکانونه تړلي دي.

د غزني یو بل اوسېدونکي بي بي سي ته ویلي که وضعیت همداسې وي، که ناامني یې ونه وژني، لوږه به یې ووژني.


Source link

About afghans

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *