Home / خبرونه / نړۍ / امریکا خپل عسکر له افغانستان نه او باسې – …

امریکا خپل عسکر له افغانستان نه او باسې – …





د سټار ټرېبیون په نامه یوه نشریه لیکي، په افغانستان کې روانه جګړه د امریکا تر ټولو اوږده جګړه شوه او د عامو امریکایانو په ګډون نظامیان هم له دې جګړې ستړي شوي دي. د نشریې په باور د ټرمپ له اقداماتو ښکاري، چې هغه غواړي خپل عسکر له افغانستان وباسي. د سرچینې په وینا له طالبانو سره مخامخ خبرې، د سولې هڅې او د سولې په پروسه کې وروستي بدلونونه هغه څه دي چې د امریکايي ځواکونو وتل یقیني کوي. نشریه وايي لا هم دا باوري نه ده، چې طالبان دې له امریکا سره د خبرو پر مټ له جګړو لاس واخلي خو بیا هم هیلې شته دي. د سټار ټرېبیون په وینا که ټرمپ بریالی شي چې امریکایي عسکر له افغانستان وباسي، نو دا به د هغه لپاره ستره بریا وي. ځکه په دې توګه به یې د امریکايي مالیه ورکوونکو له اوږدو یو دروند بار سپک کړی وي.



Source link

About afghans

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *