کور / خبرونه / افغانستان / ملي ځواکونه او د هغوي دسرښندنې !

ملي ځواکونه او د هغوي دسرښندنې !

ملي ځواکونه د افغانانو د ټولو ټولنیزو او توکمیزو ډلو څخه جوړ یو د خپلي خوښې ځواک بلل کیږي ،  هیواد پالنه، پر خپل ولس سرښندنه، د پردو په وړاندي یووالي، د آزادۍ بلنه، د مېړنو مېړانه، د مېرمنو ننګونه، د ب‌‌‌‌‌‌ډای کلتور د شعري ژانر توپاني اثر، د یوه اوسپنیز ملت تاریخي ویاړنه؛ په بېلا پېلو حماسه کي راټولېږي.
که یو ملت یواځي د میوند د ورځي ویاړونه ولري، دهیوادونو د تاریخونو په مخکښانو کي به وي. موږ د خپل حال او راتلونکي د ملي مورال لپاره د تکیې پراخه پانګه لرو.
د افغانستان تاريخ له سرښندنو او قربانيو څخه ډک دى، او هره ورځ په کې نوي شيان اضافه کېږي، له هېواد او خاورې څخه ددفاع په خاطر کله له يوې خوا خلک قربانۍ ورکوي، نو بلې خوا زموږ اتل ملي ځواکونه هم هر ورځ د سرښندنو او قربانيو نوي داستانونه تاريخ ته سپاري.
د افغانستان دملي دفاعي اوامنیتي ځواکونو د حماسه زیږونکو کارنامو او دپرله پسې او تل پاتي ویاړونو په لړۍ کې یو ځل بیا د ملي اردو يو سر تیري د تاریخ پاڼې په خپلې اتلولۍ او سرښېندنې سره رنګينې کړې .
دغه سرتېرى اتل شهيد محمدعمر نومېږي ، چې  د ننګرهار ولايت د بهسودو پله ته څېرمه د تلاشۍ پر مهال يې يوه ځانمرګي بريدګر ته غېږه ورکړه او د خلکو له ګڼه ګوڼې يي څو متره لرې بوته او بيا بريد ګر ځانته چاودنه ورکړه.
دغه اتل سرتيري د خپل ځان په قربانولو سره د لسګونو هېوادوالو ژوند خوندي کړي او دې تاريخي سر ښندنې سره يې د ویر او غم د بلاوو لمن یې را لنډه کړه .
محمد عمر د آبدي ژوند دښېرازي او تاریخي ویاړ وګاټه او دحماسه زیږونکو اتلانو په لړ کې یې نوم وليکل شو.
د افغانستان ویاړلی ولس او افغان ملي پوځ د محمد عمر په اتلیولیو ویاړی او د هغه په پله تلل خپل مکلفیت ګڼي.
تر  يادې پېښې وروسته په ټولنيزو شبکو کې بې شمېره هېوادوالو د هغه دسرښندنې ستاينې وکړې او له حکومت څخه يې وغوښتل، چې د بهسودو پول د هغه په نوم کړي.
ددغه اتل سرتيري سرښندنه په هېواد کې د روښانه راتلونکي زېرى ورکوي، ځکه هرکله چې ولسونو او سرتېرو سرښندنې ورکړې، نو خپله راتلونکي يې روښانه کړې او خپلو دښمنانو ته يې ماتې ورکړې ده.
الله تعالى په قران کريم فرمايي، چا چې يو تن ناحقه وواژه، لکه چې ټول انسانيت يې وژلى او چاچې د يو تن ژوند وژغورلو ، لکه چې ټول انسانيت يې ژرغولى وي.
ياد سرتيري ځان قربان کړ، خو لسګونونه انسانان يې وژغورل او دې سره يې د قران کريم پر ياد ايات عمل وکړ، الله تعالى دې د هغه شهادت پخپل دربار کړې قبول او منظور کړي او د هغه د شهادت له برکته دې زموږ په هېواد کې سوله او امنيت تامين کړي او ددې هېواد او ولس دښمنان دې ناکام لري.

دا به یاد له یاده ونه باسو چې اوس زموږ هر سرتیری په دغه حد ته رسیدلي او د ولس او خاورې لپاره ځان قربانوي ، دوي شپه او ورځ په بیلابیلو سیمو کې دندې ترسره کوي او د خپل ولس او خاورې د ساتنې لپاره له خپله سره تیريږې .

باید له یاده يي ونه باسو د ياد اتل سره په څنګ کې چې کوم دوه نورو سرتیرو هم د شهادات جام نوش کړ هغوې هم سترې قربانې ورکړي وي او په ډيرو ډلییزه بریدونو کې وسله والو سره مخامه مقابلې کړي وي او تر ټول سختې ماتي ورکړي وي ، د سرتیرو په دا ډول قرباني اوس د دي لامل شوي چې د ولسونو په زړونو کې ځاي لري او ولس د سرتیرو سره ډير نږدي دي ، د هر چا پروړاندي ولس له سرتیري سره ودریږي ، همدا لاملونه دي چې نن سبا د هیواد په بیلابیلو سیمو کې د ځاي خلکو له لوري سرتیري ستایل کيږي او د هغوي قدردانې کیږي ، د ستاینې غونډې ورته جوړیږي او خلک يي د زړه پورې نیسي .

که وګورو زموږ د هیواد ښارونه ، دښتې ، غرونه ، کلی او بانډې ټولو کې زموږ سرتیري په هر حالت کې شپه او ورځ دندې ترسره کوي او په دغه برخه کې هیڅ د ستړیا احساس نه کوي ، دوي دغه دنده د وطن ساتنې په یوه ملي روحیه ترسره کوي چې له خپلې دندې او د دښمن سره له مقابلې خوند اخلې .

تر ټول ښه خبره دا ده چې لکه مخکې مې چې هم ورته اشاره وکړه ملي ځواک دي او د ټولو ټولنیزو او توکمیزو ډلو څخه جوړدي او د دوې ترمنځ دومره مینه او محبت شتون لري چې یو له بله ځان قربانوي او هر یو دا هڅه کوې چې تر بل مخکې د دښمن د ګولیو پروړاندې خپله سینه ونیسي .

نو تل دي وي ، ژوندي دوي او بریالي دي وي زموږ اتلان زموږ ملي ځواک

لیکوال : عدنان بهسودوال

خپرندوی ننګرهار څانګه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *