Home / خبرونه / نړۍ / په لندن کې د امریکا سفیر د برېتانیا لومړۍ وزیرې ټریزا مې ته خبرداری ورکړی – …

په لندن کې د امریکا سفیر د برېتانیا لومړۍ وزیرې ټریزا مې ته خبرداری ورکړی – …





په لندن کې د امریکا سفیر د برېتانیا لومړۍ وزیرې ټریزا مې ته خبرداری ورکړی، چې پر ایران د ډونالډ ټرمپ د بندیزونو په برخه کې د امریکا ملاتړ وکړي. په لندن کې د امریکا سفیر ووډي جانسن خبرداری ورکړ چې که دوی د امریکا ملگرتیا و نه کړي نو دا به بدې تجارتي پایلې ولري. هغه ویلي چې برېتانیا باید له اروپايي ټولنې ددې مسئلې په اړه بېله شي او د امریکا تر څنګ ودرېږي. دده په خبره برېتانیا او امریکا نږدې ملګري دي او تمه ده، چې برېتانیا په دې برخه کې امریکا یوازې پرې نږدي. ووډي جانسن همدا راز برېتانوي سوداګرو ته ویلي، چې له ایران سره سوداګري پرېږدي، ځکه که دا کار و نه کړي نو له بدو پایلو سره به مخ شي.



Source link

About afghans

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *