کور / خبرونه / نړۍ / په ګوانتانامو زندان کې د یوازیني افغان زنداني برخلیک لا هم روښانه نه دی – …

په ګوانتانامو زندان کې د یوازیني افغان زنداني برخلیک لا هم روښانه نه دی – …





په ګوانتانامو زندان کې د یوازیني افغان زنداني برخلیک لا هم روښانه نه دی. اسد الله هارون له تېرو ۱۳ کلونو راهیسې په ګوانتانامو زندان کې شپې او ورځې تیروي او کورنۍ یې وایي لا هم دوی نه پوهېږي، چې هارون په کوم جرم نېول شوی او له حزب اسلامي سره له سولې او مصالحې سربېره، نوموړی په زندان کې ساتل کیږي. د هارون یواځینۍ دیارلس کلنه لور وایي، چې د پلار له سیورې پرته ژوند کول ورته ډیر ستونزمن دي او حکومت یې باید د پلار د را خوشي کولو په برخه کې بې تفاوته پاتې نه شي.اسدالله هارون؛ د حزب اسلامي یواځینی افغان زنداني دی چې اوس مهال په ګوانتانامو زندان کې شپې او ورځې تېروي، خو دوسیه یې لا هم بې برخلیکه ده. پر هارون د امریکا له خوا دا تور دی، چې د حزب اسلامي جنګیالیو ته یې چاودېدونکي توکي چمتو کول او د القاعدې شبکې له غړو سره یې اړیکې درلودې.



Source link

خپرندوی afghans

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *