کور / خبرونه / پښتونخوا / د پيښور تعليمې ادارې د ريګوليټرې اتهارټې د احکاماتو نه انکار کړې

د پيښور تعليمې ادارې د ريګوليټرې اتهارټې د احکاماتو نه انکار کړې

د پيښور ښار سکول سسټم فرنټئير چلدرن اکيډمې، فرنټئير يوتھ او فرنټئير سائينس اکيډمې د پرائيويټ سکولز ريګوليټرې اتهارټې د احکاماتو نه انکار کړې  چې له وجې ئې د طالبعمانو والدين د ستونزو سره مخ  شوي۔

يادې اکيډمې د اتهارټې په قواعدو  عمل درآمد نه کوې د يوې مياشتې ايډوانس فيس په ځاې والدينو نه د څلورو او يو کال فيس غواړې او دې نه علاوه روڼو خويندو ته شل فيصده رعايت نه ورکوې او خپل شرطونه لګولو سره ورته نورې ستونزې سيوا کوې۔

د ريګوليټرې اتهارټي رولز ترمخه پرائيويټ سکولونه به له دې خبرې پابند وې چې يوه اداره کښې تعليم ترلاسه کونکې وروڼه خويندو ته به کم نه کم شل فيصدې رعايت ورکوې فيس ولې فرنټئير چلډرن اکيډمې، فرنټئير يوتھ او فرنټئير سائينس اکيډمې کښې زدکړې کونکې رور خور ته صرف لس فيصده رعايت ورکول کيږې کوم چې د اتهارټې د رولز په ښکاره توګه خلاف ورزې ده۔

په دې لړ کښې د فرنټئير چلډرن اکيډمې مالک محمد عادل ويلې دې چې فيسونو کښې ئې سالانه لس فيصده اضافه نه دۀ کړې د کومې له وجې چې شل فيصده رعايت نه شې ورکولې، ده وويل که چيرته شل فيصده رعايت ورکوې نو بيا به نور لس فيصده فيس سيوا کوې، ولې د ريګوليټرې اتهارټې د رولز مطابق که چرته يو سکول فيس کښې کليزه اضافه کوې نو وړاندې به د اتهارټې نه اجازه اخلې۔

په يادو سکولونو کښې تعليم ترلاسه کونکې ځينې ماشومانو والدينو د سکول انتظامې په رويې او د اتهارټې په کارکردګې باندې خفګان څرګند کړې دې او غوښتنه ئې کړې چې صوبائې حکومت د والدينو د شکاياتو نوټس واخلې۔

والدينو دۀ تور هم لګولې چې وړاندې ياد کړې شوې تعليمې ادارو مالکان ټول برانچونه بيل بيل څرګنده وې ولې چې وروڼو خويندو ته ورکولې کيدونکې رعايت نه ځان بچ کړې۔

دې سره دغه اکيډيمې د زر روپو نه سيوا پيسې نقدې نه شې وصولولې کوم چې د اتهارټې د رولزو خلاف ورزې ده ځکه چې د قانون مطابق د زرو نه زياتې پيسې به والدين نيغ په نيغه بينک کښې جمع کوې۔

څرګنده دې وې چې تير کال دې سکول سسټم کښې تعليم ترلاسه کونکې يو ماشوم سالانه فيس درې څلويښت زره روپې ؤ ولې اوس پکښې څلور زره روپې پروموشن فيس شامل کړې شوې دې کوم چې اتهارټې ختم کړې دې ولې وس سکول انتظامې پرموشن فيس ټويشن فيس کښې ضم کړې دې او دا چې والدين ئې د رعايت نه محرومه ساتلې دې۔

ياده دې وې چې د احکاماتو نه منلو په صورت کښې اتهارتې يوه تعليمې اداره سيل کولې هم شې۔


Source link

خپرندوی afghans

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *