کور / خبرونه / پښتونخوا / مردان کښې تيزي سيلۍ او باران ، پينځه کسان مړۀ او درې ژوبل – ریډیو ټی این این

مردان کښې تيزي سيلۍ او باران ، پينځه کسان مړۀ او درې ژوبل – ریډیو ټی این این

د خيبر پښتونخوا مردان ضلعې کښې د تيزو سيلې او باران له وجې د کور وداني پريوتي چې پکښې د مور پشمول څلور  مړه او يوه ماشومه ژوبل شوي ده۔

د زرائعو ترمخه د چهت پريوتو پيښۀ تيره شپه د مردان فقير بڼ سيمه کښې رامخي ته شوي چې پکښې د رحيم ذاده نومې تن ښځه او دوه بچې مړه شوي دي ولې يوه ماشومه لور ئې ژوبل شوي ده۔

بلخوا د چارسد روډ په ميروس پټړۍ کښې د باران او تيزې سيلې په وجه د عبدالرحمان نومې تن د کور چهت پريوتې چې پکښې دوه کلنه يوسف مړ او دري کلنه ماشومه ژوبل شوي ده۔

له دي ترڅنګ سهري بهلول کښې هم د چهت پريوتو پيښۀ کښې يو زنانه ژوبل شوي ده۔

زرائعې وائې د پيښې وروسته ژوبل کسان د علاج لپاره د مردان ميډيکل کمپليکس ته رسول شوي دي۔




Source link

خپرندوی afghans

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *