کور / خبرونه / پښتونخوا / پيښور جوډيشل کمپليکس کښې ډزې، وکيل پشمول درې کسان ژوبل – ریډیو ټی این این

پيښور جوډيشل کمپليکس کښې ډزې، وکيل پشمول درې کسان ژوبل – ریډیو ټی این این

د خيبرپښتونخوا ښارپيښور په جوډيشل کمپليکس کښې د يوتن په ډزو د وکيل پشمول درې کسان ژوبل شوي دي ۔
د پوليس په وينا جوډيشل کمپليکس کښې د ډزو پيښه د ذاتي دښمنې په وجه رامخې ته شوي چرته چې سعيد الله نومې تن په مخالفينو ډزي کړې دي۔

د پوليس ترمخه په ډزو کښې مخالفينو ته د څه ډول زيان نه دې رسيدلې خو ولي دغه مهال په ډزو کښې يو وکيل ايډووکيټ يوسف رياض د ډزو ښکار شوې او دا چې په کينټين کښې کارکونکې يو ملازم او جوړيشل کمپليکس ته راتلونکې کلائنټ لعل شيرهم په ډزو ژوبل شوې دې۔

د ابتدائي معلوماتو ترمخه د ملزم سعيدالله د لعل شير سره د قتل دښمنې راونه وۀ د کومې بدل اخستو لپاره چې ملزم په هغه ډزي کړې دي۔

د پيښې وروسته پوليس ملزم په موقع نيولې او ژوبل شوي درې واړه کسان ئې د علاج لپاره د پيښور ليډي ريډنګ هسپتال ته رسولي دي۔




Source link

خپرندوی afghans

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *