کور / خبرونه / پښتونخوا / چترال کښې د ډاکټرانو نشتوالې د اولس ستونزه جوړه شوې – ریډیو ټی این این

چترال کښې د ډاکټرانو نشتوالې د اولس ستونزه جوړه شوې – ریډیو ټی این این

ګل حماد فاروقې

د چترال بمبوريت  بې ايچ يو کښې د ډاکټرانو نشتوالې له وجې اولس خپل مريضان لري سيمو ته په وړلو مجبوره دي۔

د مقامي خلکو ترمخه د کيلاش بمبوريت سيمه کښې يواځنې د صحت بنيادي مرکز(بي ايچ يو)  دپاکستان هلال احمر ادارې لخوا جوړ کړې شوې کوم کښې د ډاکټر او نوره عمله تعينات کړې شوي وۀ خو ولې کله چې ياد پرجيکټ ختم شو نو ډاکټر او عملي هم هسپتال پريښودو دې۔

دوي وويل په سيمه کښې  د ډاکترنشتوالې له وجې ورته يو شمير ستونزې رامخي ته دې ولې چې کله ئې په کور کښې مريض راپښ شي نو دوي د مجبوري له وجې هغه د چترال هيډ کواټر هسپتال ته رسوي۔

مقامي تن ډاکټر عدنان په بهرهيواد کښې روزګار کوي خو ولې چې کله  په دغه سيمه کښې څه ستونزه راشي نو هغه په خپله مرسته فري ميډيکل کيمپ لګوي او د سيمې د مريضانو علاج کوې۔

د ټي اين اين نمائنده ترمخه د زنانه ډاکټرې نشتوالې له وجې مقامي خلک خپلې زنانه د ډيلوري په وخت لري د چترال هسپتال رسوې خوولي د خرابو سړکونو او په وخت نه رسيدو له وجې زياتره زنانه په لاره کښې ساه ورکړي۔

دوي د حکومتي چارواکو نه په کلکه غوښتنه کړې چې د کيلاش بمبوريت بي ايچ يو هسپتال ته دې د زنانه ډاکټرانو پشمول نارينه ډاکټران ورکړې او دغه هسپتال ته دې د ار ايچ سي درج ورکړې شي ۔




Source link

خپرندوی afghans

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *