Home / نورې رسنۍ / که په ولایتونو کې د ټاکنو دفترونه تړلي پاتې شي، ښايي ټاکنې وځنډیږي

که په ولایتونو کې د ټاکنو دفترونه تړلي پاتې شي، ښايي ټاکنې وځنډیږي

(Last Updated On: September 16, 2018 6:43 pm)

د ټاکنو خپلواک کمیسیون ګواښ کوي، که دفترونه یې تړلي پاتې شي، ښايي ټاکنې وځنډيږي.

له پارلماني ټاکنو سره د سیاسي ګوندونو مخالفت له څو میاشتو راهیسې پیل شوی؛ خو اوس تازه د افغانستان لوی ملي ائتلاف په بلخ، هرات او کندهار ولایتونو کې د ټاکنو خپلواک کمیسیون دفترونه تړلي دي.

د ټاکنو خپلواک کمیسیون له حکومت څخه غواړي، چې د دوی د دفترونو او کار کوونکیو امنیت خوندي کړي.

د ټاکنو خپلواک کمیسیون رييس عبدالبدیع صیاد وایي: هغه کسان، چې په مرکز او ولایتونو کې د ټاکنو دفترونه تړي؛ غواړي ټاکنې وځنډوي. د ټاکنو ځنډولو مسوولیت به د هغو کسانو پر غاړه وي، چې د دې ملي بهیر خنډ کیږي.

ګوندونه وېره لري، چې په را روانو ټاکنو کې د درغلیو شونتیا ډېره ده او ادعا کوي؛ کمیسیون داسې تګلارې نلري، چې د درغلیو مخه پرې ونیسي.

د حزب اسلامي ګوند غړی همایون جریر وایي، چې ګوندونه له حکومت سره هیڅ راز مخالفت نلري؛ مونږ د رڼو ټاکنو غوښتونکي یو او غواړو ، چې خپل دغه بهیر روان وساتو.  

شاوخوا پېنځه دېرش سیاسي ګوندونه تور لګوي، چې حکومت سر له اوسه په ټاکنو کې د درغلیو تابیا نیولې ده.

د جمعیت ګوند غړی نور رحمان اخلاقي وایي: تاسې پوهیږئ، چې ګوندونه د پروګرام له مخې پر رڼو ټاکنو ټینګار کوي؛ ځکه، نو  د بایو متریک بهیر کولی شي ټاکنې رڼې کړي.  

پولیس وايي، چې د زور کارولو په ګډون د هرې ممکنې لارې به کوښښ وکړي، چې د ټاکنو خپلواک کمیسیون دفترونه پرانیستي وساتي.

د کورنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال نصرت رحیمي وايي، چې په هرات ولایت کې د ټاکنو خپلواک کمیسیون تړل شوی دفتر نن پرانیستل شو او د بلخ او کندهار تړل شوي دفترونه به هم ډېر ژر خلاص شي.

له دې مخکې په کابل کې د ټاکنو خپلواک کمیسیون مرکزي دفتر هم لس ورځې د معترضو کاندیدانو لخوا تړل شوی و.

خبریال علی اصغري


Source link

About afghans

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *