کور / نورې رسنۍ / پاکستان کې لیلام کېدونکو ګرانه بیه موټرو مشتري و نه موند

پاکستان کې لیلام کېدونکو ګرانه بیه موټرو مشتري و نه موند

Image caption

د ګران بیه موټرو پېرولو ته مشتریانو زړه ښه نه کړ

د پاکستان لومړي وزیر عمران خان د سپما کمپاین لړ کې د دغه هېواد لومړي وزیر دفتر اړوند یو شمېر موټرونه لیلام شول.

رپوټونه وايي، دې لړ کې ځايي جوړ شوي ګاډي وپلورل شول، خو د ګران بیه بهرنيو ګاډو پېرلو ته مشتریانو زړه ښه نه کړ.

دې کې تر ټولو ښه بیه یوه ټویوټا ضد مرمۍ لنډ کروزر ډوله موټر وکړه، چې څه باندې ۲۷ میلیونه روپۍ وې.

پاکستان کې څوک کډوالو ته د تابعیت ورکولو مخالف دي؟

عمران خان: پاکستان کې زيږېدلو افغان کډوالو ته پاسپورټ ورکوو

کله چې لیلامۍ کې د یوه مرسډیز مې بېک ډوله موټر لپاره بولۍ له ۱۶۰ میلیونو روپیو پیل شوه، اکثر ناستو مشتریانو په زوره وخندل.

Image caption

مرسډیز ګاډي

دغې لیلامۍ ته نژدې ۵۰۰ کسان ورغلي وو، چې د لومړي وزیر دفتر شاته چمن کې وشوه.

۱۰۲ موټر لیلام ته وړاندې شول، چې پکې ۳۴ هغه موټر وپلورل شول، چې هېواد کې دننه جوړ شوي دي.

د ځینو موټرو لیلامي له دې کبله وځنډول شوه، چې ویل کېږي د مالیې پېسو حساب یې نیمګړی پاتې دی.

Image caption

لیلامۍ ته نژدې ۵۰۰ کسان ورغلي وو

د موټرو لیلامۍ ته راغلیو یو شمېر کسانو د حکومت له لوري د څلورو چورلکو او اتو مېښو لیلامۍ ته هم ډېره لیوالتیا ښووله او بیا بیا یې له منتظمینو پوښتنه کوله، چې کله به لیلامیږي.

د مسوولینو په وینا کره نېټه به وروسته وټاکل شي، خو داسې احتمال شته، چې هغه لیلامي به د سپتمبر پر ۲۷ مه وي.


Source link

خپرندوی afghans

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *