کور / نورې رسنۍ / ‘سعودۍ مسلمانه بودايي معبد کې خدمتګاره’

‘سعودۍ مسلمانه بودايي معبد کې خدمتګاره’

بوذاد انځور حقوق
NurPhoto

“مسلمانه او معبد کې خدمتګاره، په دې هې‍څ پ‍وه نه شوم! زه له ۱۵ کلنۍ راهیسې په خیریه کارونو بوخت یم او موخه مې دا ده چې نورو ته مې خیر ورسېږي، خو چې د مسلمان ژوند کې د اسلام له اصولو سره مخالفت ونه لري.” دا سعودي کې پر ټویټر ډېره کارېدونکې جمله ده.

‌نو کیسه څنګه ده؟‌

په امریکا کې پر مېشتې سعودۍ لیکوالې سهام الدهیم وروسته تر د ټویټونو باران شو، چې له خپلو ملګرو سره یې په یوه بودايي معبد کې د رضاکارې خدمتګارې په توګه پر ټویټر خپل ګډون په ډاګه کړ.‌

هغې له یوه انځور سره ځینې کرښې وایستلې او د خپلې دې تجربې په اړه یې ویلي وو چې ولې یې دې کار ته مخه کړه، خو څه پوهېده چې د مخالفانو د تبصرو له باران سره به مخامخېږي.

د هغې پر ټویټ تر ۳۰ زرو ډېر غبرګونونه لاس په لاس شول او د سهام ټویټرپاڼه د هغې د ملاتړو او مخالفانو ترمنځ د لانجې او غبرګونونو د تبادلې یو ګرم میدان وګرځېد.‌

ددې لانجې سبب څه و؟‌

الدهیم بي بي سي ټرېنډ ته ویلي: “ګومان مې نه کاوه چې معبد دې پر ټویټر داسې غوغا جوړه کړي، په تېره بیا ځینې ټویټر تعقیبوونکي پوهېږي چې زه امریکا کې اوسېږم.”

دا زیاتوي: “ښکاري چې ځینې کسان په یوه بودايي معبد کې د یوې سعودۍ مسلمانې د شتون مفکوره نه شي منلی،‌ ډېرو داسې پوښتنې راپورته کړې وې چې څنګه به خپلې کورنۍ ته قناعت ورکوم؟‌ له محرم پرته مې څنګه سفر کړی؟”

سهام الدهیم په خپل پاسني ټویټ کې لیکي: “دا چې زه په یوه کوچیاني چاپېریال کې زیږېدلې یم او ماشومتوب مې له مېږو او وزو سره تېر کړي، زما هيله دا وه چې بزګره شم، خو بانک کې مې یوازې ۱۰۰ ډالر لرل، غوښتل مې وړیا سفر وکړم، نیویارک ته په یوه بودايي معبد کې د رضاکارې په توګه د یوې اونۍ لپاره ولاړم، هلته مې تجربه ترلاسه کړه خو زړه ماتې راستنه شوم. “

د الدهیم په وینا، “ځینې تبصرې پر دیني اړخ ورټولې دي او په یوه بودايي معبد کې -‌ په تېره بیا په داسې وضعیت کې چې برما د روهینګیا مسلمانانو ضد پېښو لړ کې معبد ته زما تګ یې غندلی دی.”

هغې د ځینو منتقدینو تبصرو ته په ځواب کې ویلي، دا په بودايي مذهب ډېره نه پوهېده “هدف دا و چې یو ارام او ګوښه ځای ومومم او له ستومانۍ ځان خلاص کړم، همدا وو چې د بودیانو معبد ته څېرمه هوټل کې دېره شوم.”

نوموړې زیاتوي: “پر خدای مې ایمان قوي دی او په دې تجربه کې ځان له دین سره ټکر کې نه ګڼم او روانه لانجه او غوغا مې د دې تجربې له تکرارولو نه شي راګرځولی.”

الدهیم بي بي سي ټرېنډ ته ویلي، غواړي د سوېلي اسیا او لاتینې امریکا هېوادونو ته یوځل بیا د نویو کلتورونو پېژندلو لپاره ولاړه شي.

د هغې په خبره،‌ “داسې کلتور چې بل کلتور مني. ان زموږ هېوادونو ته راتلونکي سیلانیان له موږ سره نه ګډېږي، دوی خپل ځای لري، خپل هوټل لري.”

دا وايي، په بودايي معبد کې درې واړه اسماني دینونه وو.

پر ټویټر نه ختمېدونکی بحث

له دې ټویټ وروسته،‌ خالد محمد الشهري د سهام د تجربې په اړه غبرګون وښود:‌ “دا کیسه ډېره دردوونکې ده چې د نړیوالتوب د ګواښونو یو لنډیز او زموږ پر ځوانانو یې اغېز درښيي‌!! ولې په یوه بودايي معبد کې د صفاکارې دنده غوره کړو!!”

د امل البریدي په نامه یوې ښځې بیا لیکلي: “سهام خورې ما ټکان وخوړ چې څنګه دې نفس منله په یوه بودايي معبد کې د بوتانو منځ‌ کې صفاکاري وکړې، حال دا چې د یوې مسلمانې کورنۍ بچۍ یې.”

خو په مقابل کې بیا ابرابر العماني لیکلي: “دا په ټوله کې ښه تجربه وه، خو هیله مې وه چې ته بودايي معبد کې نه وای.”


Source link

خپرندوی afghans

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *