کور / اسلام / د مسیحيت د تحريف شويو عقائدو رد

د مسیحيت د تحريف شويو عقائدو رد

اول – د ثليث د عقيدې رد په قرآن کې:

الله سبحانه وتعالی فرمايي : [يَا أَهْلَ الْكِتَابِ لاَ تَغْلُواْ فِي دِينِكُمْ وَلاَ تَقُولُواْ عَلَى اللّهِ إِلاَّ الْحَقِّ إِنَّمَا الْمَسِيحُ عِيسَى ابْنُ مَرْيَمَ رَسُولُ اللّهِ وَكَلِمَتُهُ أَلْقَاهَا إِلَى مَرْيَمَ وَرُوحٌ مِّنْهُ فَآمِنُواْ بِاللّهِ وَرُسُلِهِ وَلاَ تَقُولُواْ ثَلاَثَةٌ انتَهُواْ خَيْرًا لَّكُمْ إِنَّمَا اللّهُ إِلَـهٌ وَاحِدٌ سُبْحَانَهُ أَن يَكُونَ لَهُ وَلَدٌ لَّهُ مَا فِي السَّمَاوَات وَمَا فِي الأَرْضِ وَكَفَى بِاللّهِ وَكِيلاً ][1].

ژباړه : {ای اهل کتابو! پخپل دين کې افراط مه کوئ او الله ته له حق ويلو پرته بل هيڅ خبره مه منسوبه وئ يقيناً چې عیسیٍ زوی د مريمې دی له دې پرته چې د الله رسول او فرمان ؤ نور څه نه ؤ چې الله مريمی ته وليږو چې د الله له لوري يو روح ؤ چې د مريمې په رحم کې يې د ماشوم بڼه غوره کړه . نو تاسې په الله او ټولو پيغمبرانو ايمان راوړئ او مه وايی چې خدای درې دی، منعه شی (له دې عقیدې څخه ځان وساتی ) دا همدا تاسې لپاره ډيره ښه ده او الله خو همدا يو دی هغه لدې پاک او لوړ دی چې د هغه لپاره کوم څوک زوی ووسي د آسمانو او ځمکو ټول شيان د هغه ملکيت دی او بس دی الله وکيل (کار جوړوونکی)}.

د ثليث د عقيدې رد په عقل سره :

عجيبه دا چې دوی له يوې خوا عيسی ته د خدايی صفت ورکوي او له بلې خوا ادعا کوي چې عيسی عليه السلام د يهوديانو لخوا په قتل ورسول شو .

نو ای مسيحيانو! دا څنګه خدای وو چې د تاسې د ادعا پر بناء له زوال سره مخ شو،  برحق إله خو زوال نلري ، دوی خپله ادعا کوي چې عيسی په دار وځول شو ، دا څنګه خدای وو چې له زوال سره مخ شو، دا څنګه خدای وو چې د ځان څخه يې ضرر نشوای دفع کولای او قتل شو .

الله سبحانه وتعالی نه له چا څخه پيدا شوی دی او نه څوک ورڅخه پيدا شوي دي ، ځکه د نسل د تسلسل صفت د مخلوق دی او د نسل سلسله د پناء لپاره وي چې کله پلار پناء شي نو زوی يې پر ځای پاتې کيږي. الله سبحانه و تعالی د مخلوق سره هيڅ شباهت لري .

[لَيْسَ كَمِثْلِهِ شَيْءٌ] (د هغه په مثل هېڅ شى نشته).

:[لمْ يَلِدْ وَلَمْ يُولَدْ،  وَلَمْ يَكُن لَّهُ كُفُوًا أَحَدٌ ] ذات دی .

او د عيسی عليه السلام د پيداښت مسئله د آدم عليه السلام له پيداښت څخه عجيب نه ده ځکه آدم عليه السلام الله تعالی د پلار او مور پرته پيدا کړی دی ، خو عيسی عليه السلام یې د پلار پرته پيدا کړی دی ، دا د رب العالمين قدرت دی ، اصحاف الکهف يې (309) کاله د خوراک او څښاک پرته صحي سلامت وساتل .

د ثليث د عقيدې رد په قديمي مسيحيت کې :

د مسيحيت ټول قديمي موثق مصادر په دې باندې اقرار کوي چې عيسی عليه السلام د الله تعالی د جانبه پيغمبر استول شوی وو او د الله تعالي خالص توحيد ته يې بلنه کوله ، مګر دغه عقيدتي بدعت او انحراف د څلورم قرن وروسته مينځته راغی[2] .

او همداسې د انجيل ځنې نسخې د تثليث پر بطلان او تحريف باندې اقرار کوي .

«مُلتقی البشارة الدعوي» يو مطلب خپور کړی چې عنوان يې (50000 خمسين الف خطاء في البايبل).

هذا ما قاله علماء النصاري بأنفسهم ( کوم چې د نصاری علماء خپله په هغه اعتراف کوي ) چې دغه خطاوې د تحريف له امله دي او په دغه پاڼه کې تفصيلي بيان شوې دي ، د زیات تفصيل لپاره په ګوګل د پورتني مطلب عنوان ورکړی .

۲- د صليب او قتل د مسئلې رد :

عیسی عليه السلام چې خلکو ته يې د الله (جَل جلاله) د توحيد بلنه کوله او د بت پرستۍ شرک او باطلو اعمالو څخه يې خلک منع کول څرنګه چې ددی ټولو ترک د يهودیانو د پاره سخت ؤ نو د عیسی عليه السلام په وړاندې را ولاړ شول او د هغه د قتل تصميم یې ونيو ولې الله (جَل جلاله) عیسی عليه السلام د يهودو له مکر نه خلاص کړ او آسمان ته يې اچت کړ لقوله سبحانه تعالی : [وَبِكُفْرِهِمْ وَقَوْلِهِمْ عَلَى مَرْيَمَ بُهْتَانًا عَظِيمًا،  وَقَوْلِهِمْ إِنَّا قَتَلْنَا الْمَسِيحَ عِيسَى ابْنَ مَرْيَمَ رَسُولَ اللّهِ وَمَا قَتَلُوهُ وَمَا صَلَبُوهُ وَلَـكِن شُبِّهَ لَهُمْ …][3]

ژباړه : (بيا هغوی په خپل کفر کې دومره پرمختګ وکړ چې په مريم يې غټ بهتان ولګاوه، او پخپله يې وويل چې مونږ د خدای رسول عیسی زوی د مريم وژلی دی حال دا چې د واقعيت له مخې نه هغوی وژلی او نه يې په دار ځړولی دی بلکی موضع د هغه لپاره تشبه وګرځول شوه ).

عجيبه دا ده چې د عيسی عليه السلام د درواغجن قتل پر مهال نصارا موجود نه وو او دا درواغ يې له يهودو نقل کړي دي چې له يوې خوا د خدایی صفت ورکوي او له بلې د دوی د ادعا له مخې په داسې حال کې د يهودو لخوا په قتل رسیږي چې دوی (مسيحيان ) يو هم ور سره نشته .

همداسې د قيامت په باره کې د هغوی ادعا يو خيال دی ځکه عیسی عليه السلام به د نورو ټولو پيغمبرانو په څير د حشر په ميدان کې ولاړيږي، بلکي الله (جَل جلاله ) به حضرت عیسی عليه السلام  په دې اړه داسې پوښتي :لقوله سبحانه وتعالی :

[وَإِذْ قَالَ اللّهُ يَا عِيسَى ابْنَ مَرْيَمَ أَأَنتَ قُلتَ لِلنَّاسِ اتَّخِذُونِي وَأُمِّيَ إِلَـهَيْنِ مِن دُونِ اللّهِ قَالَ سُبْحَانَكَ مَا يَكُونُ لِي أَنْ أَقُولَ مَا لَيْسَ لِي بِحَقٍّ إِن كُنتُ قُلْتُهُ فَقَدْ عَلِمْتَهُ تَعْلَمُ مَا فِي نَفْسِي وَلاَ أَعْلَمُ مَا فِي نَفْسِكَ إِنَّكَ أَنتَ عَلاَّمُ الْغُيُوبِ][4].

ژباړه : (کله چې الله وفرمايي ای عیسی زوی د مريمې ! آيا تا خلکو ته ويلي ؤ چې له الله پرته ما او زما مور په خدايی ونيسئ، نوهغه به په ځواب کې عرض وکړي سبحان الله زما دا کار نه ؤ چې هغه څه مې ويلي وای چې ويل يې زما حق نه ؤ که ما داسې خبرې کړی وي نو ته به هرو مرو پرې عالم وې ته پوهيږي په هغه څه چې زما په زړه کې دي او زه په هغه څه نه پوهيږم چې ستا په زړه کې دي  ته خو پر ټولو حقايقوعالم يې) .

آن لاين اسلامي لارښود

[1] – سوره النسآء :۱۷۱ .

[2] – اظهار الحق / رحمة الله الهندي 1/553).

[3] – سوره النساء 156-158 .

[4] – سوره المائده :۱۱۶ .

خپرندوی afghans

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *