کور / خبرونه / افغانستان / د جمهوري رياست ټاكنو ته تراوسه درېيو تنو رسماً ځانونه كانديد كړي

د جمهوري رياست ټاكنو ته تراوسه درېيو تنو رسماً ځانونه كانديد كړي

د ټاكنو خپلواک کمېسيون وايي، تراوسه د جمهوري رياست ټاكنو ته درېيو تنو ځانونه رسماً کانديد کړي دي.
د دغه كمېسيون د مرستيال وياند ذبيح الله سادات په خبره، سيد نورالله جليلي درېيم تن دى، چې پرون يې د ټاكنو په خپلواك كمېسيون كې خپل ځان د راتلونکي لمريز کال د چنګاښ مياشتې د ۲۹مې نېټې د جمهوري رياست ټاكنو ته کانديد کړ.
تر ده وړاندې عبدالطيف پدرام او حکيم تورسن ځانونه کانديد کړي وو.
جليلي د جمهوري رياست ټاكنو ته د خپل ځان د كانديدېدو هدف هېواد ته خدمت او له روان کړکېچه ژغورل بولي او وايي، د اصلاحاتو راوستل او د سولې ټينګښت يې کاري لومړيتوبونه دي.
بايد وويل شي، چې د جمهوري رياست ټاكنو ته د كانديدانو نومليكنه د روانې مرغومي مياشتې په ۱۳مه نېټه پيل شوې او د دې مياشتې تر پايه به دوام ولري.

 


Source link

خپرندوی afghans

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *