کور / نورې رسنۍ / په آلمان کې سيمه ايزي محکمې د بمي برید تر ګواښ وروسته تخلیه شوي | آلمان او نړۍ | DW

په آلمان کې سيمه ايزي محکمې د بمي برید تر ګواښ وروسته تخلیه شوي | آلمان او نړۍ | DW

پولیسو ویلي دي چې د جمعې په ورځ د آلمان په پوتسدم، مګدېبورګ، ایرفورت، ویسبادن او کیل په ښارونو کې سیمه ایزو محکمو د بمي بریدونو په اړه ګواښونه ترلاسه کړل.

د چارواکو په حواله دغه ګواښونه د ایمل له لارې استول شوي دي. آلمان په دې هیواد او اروپا کې تر یو شمیر ترهګریزو بریدونو وروسته، لا ډیر تدابیر نیولي دي.

تر اوسه پوري د پیښې په اړه کوم معلومات ورکړل شوي:

  • چارواکي اوس دغه سیمې د چاودیدونکو موادو موندونکو سپیانو په مرسته، پلټي.
  • پولیسو ویلي دي چې نا معلومو برید کوونکي ګواښ کړی دی چې په بیلابیلو سیمه ایزو محکمو کې به چاودیدونکي توکې والوزوي.
  • په ویسبادن کې، په محکمه کې یوه شکمنه بسته موندل شوې ده.
  • پولیس اوس په دې لټه کې دي چې د ګواښونکي ایمل سرچینه وموندي.

په دې اړه نور جزئیات لږ وروسته خپریږي.


Source link

خپرندوی afghans

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *