کور / نورې رسنۍ / کابل د اوبو د کمښت له سخت ناورین سره مخامخ دی | افغانستان | DW

کابل د اوبو د کمښت له سخت ناورین سره مخامخ دی | افغانستان | DW

باز محمد کوچی په کابل کې په خپل باغ کې څا کیندي خو د اوبو لومړي څرک د سلو مترو په عمق کې څرګندیږي. دی په کابل کې د اوبو د کمښت له ستونزې سره لاس او ګریوان یوازنی اوسیدونکی نه دی.

محمد امان، چې د څا کیندنې یو ماشین لري او د باز محمد کوچي په باغ کې څا کيندي وايي: «د اوبو سطحه دومره ټیټه شوې ده چې سړی باید د اوبو زيرمو ته د رسیدو په موخ له ۱۰۰ تر ۱۲۰ مترو ژور څاګان وکیندي.»

هرکال نزدې ۸۰ میلیونه متر مکعبه اوبه د کابل له زيرمو څخه ایستل کیږي. د افغانستان د ښاري اوبو رسولو او کانالیزاسیون شرکت په حواله دا د هغو اوبو دوه برابره دي چې کابل یې له طبیعي سرچینو بیرته ترلاسه کوي.

د اسیا د انکشافي بانک د افغانستان څانګې مرستیال شني کمپیل، وایي چې له همدې کبله د کابل تر ځمکې لاندې اوبو سطحه په وروستیو کلونو کې۳۰ متره کښته شوې ده.

که څه هم په روانه میاشت کې په کابل کې واوره اوریدلې، خو دغه واوره د دې ښار ستونزه نه شي حلولی. یوازې په تیر کال کې د کابل په ځینو سیمو کې د اوبو سطحه شل متره ټیټه شوې ده.

کمپل وایي: «په کابل کې ستونزي د نفوس ډېرښت، د اقلیمي بدلون اغیزې او د اورښتونو او وارې کمښت دي.»

د کابل یوازي ۲۰ سلنه برخو ته د اوبو نل رسېدلی له همدې کبله د دې ښار ډیر اوسیدونکي په خپلو کورونو کې څاګان کیندي. په ځینو مواردو کې خو د څا کیندلو لګښت د لوړوالي له کبله څو کوره یوځای یوه څا کیندي.

یو شمیر نور اوسیدونکي بیا له شخصي شرکتونو څخه اوبه په پیسو رانیسې او یا هم د محمد نظر په څیر له مسجدونو او تر۴۰۰ زيات نورو عامه ځایونو څخه خپلو کورونو ته اوبه وړي.

پنځوس کلن نظر پر یوې تپې اوسي چې پکښې څا کيندل سخت دي او د ښاروالۍ په ور غځېدلو نلونو کې هم اوبه نه ورځي. هغه وایي: «د شیردانونو تاوول ګټه نه لري. په نلونو کې اوبه نه شته.»

د کابل دغه اوسیدونکی زیاتوي: «دا تر ټولو سخت کال دی چې موږ تر اوسه پورې په کابل کې تیر کړی دی.»

د چاپیریال ساتنې ملي اداره وایي چې د اوبو کمښت په کابل کې یوازنۍ ستونزه نه ده، بلکي په خبره یې د شته اوبو ډیره برخه د څښاک وړ نه ده.

د کابل ښار تر مځکي لاندي اوبو نزدې ۷۰ سلنه، سپتیک څاګان، کثافات او نور کیمیاوي موادو ناوله کوي او له همدې کبله، که اوبه بې له دې چي جوش شي او وڅکل شي، اسهال او نوري ناروغۍ پيښوي.

خو پر دې هر څه سربیره داسې هڅې روانې دي چې د کابل لا ډیري برخې د کابل ښاروالي د اوبو د وېش له شبکې سره وصل شي او د نظافت لا ښه تدابیر ونیول شي. خو په دې برخه کې پرمختګ ډیر ورو دی او د ښاروالۍ چارواکي نه شي کولای چې د کابل له مخ پر ډیریدونکي نفوس سره خپل پرمختګونه همغږي کړي.

د کابل نفوس په تیرو ۳۰ کلونو کې نژدې دوه برابره شوی دی او اوس د پنځو میلیونو په شاوخوا کې ارزول کیږي. په ۲۰۱۷م کال کې د یوه خپاره شوي رپوټ په حواله تمه کیږي چې تر۲۰۵۰ کاله پوري به د دې ښار نفوس اتو میلیونو ته ورسیږي.

د نفوس ډیریدل او د ژوند د سطحې لوړیدل په دې معنی هم دي چې اوس تر پخوا ډیر کسان هره ورځ حمام کوي او خپل موټر پریمنځي. د اوبو د ښې استفاده په اړه د معلوماتو نه شتون او د میاشتني مصرف نه محدودیت د دې لامل شوی چې ډیري اوبه ضایع شي.

اوس چارواکي د تلویزیوني کمپاینونو او مذهبي مشرانو په مرسته غواړي د کابل اوسیدونکي د اوبو نه ضایع کولو ته وهڅوي. د علماو شورا غړي عبدالروف، وایي: «موږ د جمعې د لمانځ په خطبو کې پر مسلمانانو غږ کوو چې اوبه ضایع نه کړي.»

له بلې خوا افغان چارواکي او مرستندویه سازمانونه په دې هڅه کې دي چې د اوبو د کمښت د ستونزي حل پیدا کړي. د اسیا پرمختیايي بانک اوس ځیني لاري چارې ارزوي چې په مرسته یې د کابل تر ځمکې لاندې اوبو سطح بیرته لوړه شي. په دغو لارو چارو کې د باران د اوبو زيرمه کول، ځمکې ته د ابو پمپول او د کابل په څنډو کې د اوبو بند جوړول هم شامل دي.

کمپیل وایي چې د کابل د اوبو د ستونزې حلولو له پاره باید له تکنالوژي او نورو لارو استفاده وشي. هغه زیاتوي: «کابل د اوبو د کمښت تر فشار لاندي دی له همدې کبله موږ د داسې حل لاري په لټه کې یوو چې [پر چاپیریال] يې اغیزه لږ وي، د تکنالوژي مصرف یې ډیر نه وي او وکولای شي چې ژر ستونزه حل کړي.»


Source link

خپرندوی afghans

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *