کور / نورې رسنۍ / افغان ټاکنې: د کابل حوزې د پارلماني ټاکنو پایلې اعلان شوې

افغان ټاکنې: د کابل حوزې د پارلماني ټاکنو پایلې اعلان شوې

بي بي سي

د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسیون تر اوږده ځنډ وروسته، نن (دوشنبه) د کابل حوزې د پارلماني ټاکنو ابتدايي پایلې اعلان کړې. د لومړنیو پایلو له مخې، په بریالیو کاندیدانو کې ترډېره نوې څېرې لیدل کېږي.

کابل چې په افغانستان کې ترټولو ډېر نفوس لرونکی ولایت دی، په ولسي جرګه کې ۳۳ څوکۍ لري چې لس یې ښځو ته ځانګړې شوي.

د ابتدایي پایلو تر اعلانېدو وړاندې، د پراخو درغلیو له امله کابل کې د لسګونو مرکزونو رایې له سره وشمېرل شوې. خو د ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون وایي؛ لا هم دغه بیا شمېرنه د دوی د قناعت وړ نه دی ګرځېدلی.

کابل کې له اتو سوو ډېرو کاندیدانو د ولسي جرګې څوکۍ ترلاسه کولو لپاره سره سیالي وکړه.

د ټاکنو کمېسیون رییس عبدالبدیع صیاد تخنیکي ستونزې او د دغې ادارې په کار کې لاسوهنه د کابل پارلماني ټاکنو د پایلو په اعلان کې د ځنډ لاملونه یاد کړل.

د ابتدایي پایلو له مخې، نوي څېرې توانېدلي پارلمان ته لاره ومومي او ترډېره پانګوال او ځوانان د نوملړ په سر کې دي.

نور جزییات او د ګټونکو نوماندانو نومونه لږ وروسته خپرېږي.


Source link

خپرندوی afghans

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *