کور / نورې رسنۍ / ایران: د پوځي کارګو الوتکې لوېدلو پېښې”۱۵ کسان وژلي”

ایران: د پوځي کارګو الوتکې لوېدلو پېښې”۱۵ کسان وژلي”

هوايي پېښهد انځور حقوق
Irna

د ایران له پلازمېنې تهران سره څېرمه د کرج ښار کې د بار وړونکې الوتکې لوېدلو پېښه کې ۱۵ کسان وژل شوي دي.

رپوټونه وايي بوینګ ۷۰۷ ډوله الوتکه پیام هوايي ډګر کې چې د تهران په ۴۰ کیلومترۍ کې لوېدیځ لور ته پروت دی، د کښېناستو پر مهال د خرابې هوا له کبله له ځغاستلیکې ووتله او له یوه دېوال سره ولګېدله.

د ایران پوځ ویلي له ۱۶ کسانو سورلۍ یوازې یو انجنیر ژوندی موندل شوی چې روغتون ته لېږدول شوی دی.

پر خواله رسنۍ خپاره شوي رپوټونه وايي د الوتکې تور بکس د پېښې سیمه کې موندل شوی دی.

د پوځ یوه ویندوی حکومتي تلویزیون ته ویلي چې الوتکه د ایران ده او پکې ټوله سپاره کسان ایرانیان ول.

د ایراني پوځ د عمومي اړیکو دفتر ویلي، الوتکې “د بشري مرستو په موخه غوښه لېږدوله.”

د انځور حقوق
Irna

Image caption

د ایراني پوځ د عمومي اړیکو دفتر ویلي، الوتکې “د بشري مرستو په موخه غوښه لېږدوله.”

الوتکه د قرغزستان له بېشکيکه په ایران کې د کرج ښار پیام هوايي ډګر ته تلله.

چارواکو ویلي د پېښې پر مهال له هغو ودانیو سره چې الوتکه لګېدلې له خلکو تش ول.

د انځور حقوق
MIZAN

په هغو عکسونو کې چې خپاره شوي داسې ښکاري چې الوتکې تر لګېدو وروسته اور هم اخیستی دی.


Source link

خپرندوی afghans

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *