کور / نورې رسنۍ / کرېکټ: د افغانستان او ایرلنډ د لوبو بشپړ مهالوېش

کرېکټ: د افغانستان او ایرلنډ د لوبو بشپړ مهالوېش

کرېکټد انځور حقوق
Getty Images

Image caption

دواړه هېوادونه درې ۲۰ اوریزې، پنځه ۵۰ او یوه ټېسټ لوبه کوي

د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډله به سږ کال د فبرورۍ له ۲۱مې نېټې د مارچ د ۱۹مې نېټې د ایرلنډ پر وړاندې د هند په دهیرادون ښار کې یو شمېر لوبې کوي. په دې لړ کې به دواړه هېوادونه درې ۲۰ اوریزې، پنځه ۵۰ او یوه ټېسټ لوبه کوي.

دا به د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډلې یوازې دویمه رسمي ټېسټ لوبه وي. افغانستان د خپل کرېکټ د تاریخ لومړنۍ ټېسټ لوبه په ۲۰۱۸ کال کې د هند پر وړاندې کړې وه.

له ایرلنډ سره د راتلونکې میاشتې د سیالیو پیل له درېیو ۲۰ اوریزو لوبو کېږي.

لومړۍ ۲۰ اوریزه لوبه د فبرورۍ پر ۲۱مه نېټه، دویمه پر ۲۳مه نېټه او درېیمه او وروستۍ ۲۰ اوریزه لوبه د فبرورۍ پر ۲۴مه نېټه ترسره کېږي.

ورپسې به د پنځو ۵۰ اوریزو لوبو لړۍ پیل شي. دا لوبې به د فبرورۍ پر ۲۸مه، د مارچ پر دویمه، پنځمه، اتمه او لسمه نېټه ترسره شي.

د انځور حقوق
Getty Images

Image caption

ټولې لوبې به د هند په دهیرادون ښار کې کېږي

په پای کې به دواړه لوبډلې یوه ټېسټ لوبه هم کوي، چې د مارچ میاشتې له ۱۵ به تر ۱۹ دوام وکړي.

یاده دې وي چې افغانستان د سږ کال نړیوال جام سیالیو لپاره د چمتو والي په نیت له یو شمېر هېوادونو سره لوبې ترتیب کړې دي.

په دې لړ کې به پر ایرلنډ سربېره افغانستان په می میاشت کې دوه ۵۰ اوریزې لوبې هم کوي.

افغانستان تر دې دمه د ایرلنډ پر وړاندې ۱۲ شل اوریزې لوبې کړې دي، چل ۹ یې افغانستان او ۳ ایرلنډ ګټلې دي.

دواړو لوبډلو همدا راز ۲۱ پنځوس اوریزې لوې کړې دي، چې ۱۰ یې ایرلنډ ګټلې دي، ۹ لوبو کې افغانستان بریالۍ شوې او دوه لوبې بې پایلې ختمې شوې دي.


Source link

خپرندوی afghans

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *