دوشنبه , اپریل 23 2018
کور / ليکنې

ليکنې

هرو اوو کسانو کې يو لوړ فشار لري

په نړۍ کې له هرو ۷ کسانو څخه يو کس د وينې لوړ فشار Hypertension لري، او دا مو هم په ياد وي چې د وينې لوړ فشار د خاموش وژونکي په توګه هم پېژندل شوی دی، ځکه چې ډېروخت بې له کومو نښو او علامو څخه چې ناروغان اصلاً …

بشپړ »

خلک برښنایی تذکرې غواړي | محمدزمان ستانکزی

د هر ملت د پرمختګ راز په دې کې نغښتی چې وګړي یې څومره دي، څومره نارینه، څومره ښځې، څومره ماشومان او څومره د پاخه عمر لرونکي. د نړۍ پرمختللي هېوادونه اوس د خپل هر وګړي په هکله معلومات لري، هغوي پوهیږي چې خاوره کې یې څومره خلک اوسیږي، په …

بشپړ »

د افغانستان د سولې آیت | زمریال نا اشنا

لاَ إِكْرَاهَ فِي الدِّينِ قَد تَّبَيَّنَ الرُّشْدُ مِنَ الْغَيِّ فَمَنْ يَكْفُرْ بِالطَّاغُوتِ وَيُؤْمِن بِاللّهِ فَقَدِ اسْتَمْسَكَ بِالْعُرْوَةِ الْوُثْقَىَ تفسیر: د دین په منلو کې زور او زیاتی نشته، ځکه چې دین د انسانانو لپاره پخپله متعارف او ګټه رسونکی دی. یعنې دین پخپله کولای شي د ښو وجوهاتو او د …

بشپړ »

حفیظ الله خان او خېمه | سردارمحمد همدرد

دا موضوع زما په ماموریت کې ډېره جالبه موضوع ده. دې موضوع ډېر کش واخیست. حتی په مرکز او ‌ډېرو ولایتونو کې بحث پرې وشو. د دې موضوع راز ډېر په دې کې و، چې د غاصبینو او غلو لپاره چې زه یې مخکې هم هلمند ته راشم، نه یې …

بشپړ »

جنسي تېری او په افغاني ټولنه کې یې ممکنه عوامل

لیکوال: مبارز ځیرمن  په مختلفو هېوادونو او قوانینو کې د جنسي تېري لپاره بېلابېل تعریفونه وړاندې کېږي. دغه تعریفونو ته په کتلو جنسي تېری هغه عمل ته ویل کېدی شي چې یو نارینه یا ښځینه بل نارینه یا ښځینه پرته د هغه له خوښې پرته په زور یا د هغه …

بشپړ »

په هر واده کې د «مالک جانه مالک جانه» سندره | ودان روښان

خدای مې دې غاړې نه بندوي پنځه یا شپږ کلن ماشوم به وم چې زموږ د یو کليوال په واده کې یې سیل راووستلی و، اوس خو په ودونو کې د موسيقي ډلې داسې سازونه غږي چې د یوې اونۍ له پاره واده ته د وربلل شوي میلمه غوږونه کڼوي …

بشپړ »

افغان کډوال د ډانګ او پړانګ تر منځ |  محمد اصف اقبال 

ښکاره خبره ده چې له کوره تللی مسافر چې وروسته له څو کالو خپل کور ته راځي ډیر لیواله وي زیات خوبونه ګوري خو چې کله یې د کور غړي په سمه توګه د راتګ هرکلی ونکړي زړه یې ماتیږي او همغه د مسافرۍ سختې شپې او ورځې په خوند …

بشپړ »

د وژنو لوبه !! |  نعمت الله صدیقي

د موسمونو له جګړو ورسته، سړو څېلیو ګټلې وه، داسې واورین یخ و، چې انسان یې ټول هم کنګل کولای شو، د اوږدې شپې دویمه حصه به وه، چې د ګاونډي باز خان اکا له کوره د سویو نارو او ژړاو داسې چیغې پورته شوې، چې د چم ټول کلی …

بشپړ »

په کوزه پښتونخوا کې د سياسي گوندونو نه گيله

حبيب الله غمخور د ۲۰۱۲۸ ز کال د جنوري ۱۷ که دوی په رشتيا افغانستان خپله پلارنۍ خاوره بولی نوبايد همدا اوس د پاکستان پرخلاف راپورته سي . د پاکستان دجوړېدونه د دې هيواد چارواکو د افغان ولس پرخلاف له هيڅ ډول لاس وهنې، مداخلې او تيری نه ډډه نده …

بشپړ »

عطا وارخطا دی! |  زمریال اشنا

په تېرو ۴۰ کلونو کې د حکومتونو او دولتونو د ناکامیو ستر لامل دا و چې د یوشمېر ګوندونو او ډلو له خوا حکومتونه او دولتونه یرغمل نیول کېدل او د دغو ګوندونو او ډلو د ګټو لپاره د ډال په توګه کارېدل. د لومړي ځل لپاره د غويي له …

بشپړ »